Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
لومړئ افغان امریکایی فلم جوړونکی پیغلی ویدا ظاهر خادم سره مرکه

06/09/2007
د ویدا ظاهر سره مرکه audio clip
غوږ ونیسئ د ویدا ظاهر سره مرکه audio clip

ویدا ظاهر خادم څو ورځی وړاندی دلته د امریکا غږ اشنا راډیو سټوډیو ته راغلی وه او د خپل نوی فلم په باب یی معلومات راکړل، دا مستند فلم چی ریټرن ټو افغانستان یا افغانستان ته ستنیدل نومیږی د دی د ثبتولو دپاره ویدا ظاهر خادم پخپله افغانستان ته تللی وه. هغه وایی چی زه په کال ٢٠٠١ کی د جولایی په میاشت کی افغانستان ته تللی ووم ، هغه وایی چی دی سفر کی ما سره زما ورور بکتاش ظاهر خادم هم ملگری و. او دا شل کاله پس اول ځل و چی مونږ بیرته خپل وطن ته ستنیږو. نو دا مهمه ولیده چی دا خپل ورور لومړئ یادگاری سفر د فلم په پرده خلکو ته وښایم ترڅو خلک یی ووینی چی یو ځلمی افغان چی اول ځل خپل وطن ته ځی نو څه احساسوی. ویدا ظاهر خادم وایی چی د دی فلم د جوړلو په وخت کی دوی په خپل وطن کی د یو لړ مشکلاتو سره هم مخ شویدی . هغه په دی باب وایی چی زما خپل شخصی مشکل خو دا و چی د څلور نارینه او یو زه تور سری ووم. بل مشکل چی هغه وخت په کال ٢٠٠١ کی افغانستان کی داسی چپ چپتیا خوره وه چی د ژوند علامی ډیری کمی وی او د ضرورت شیان هم نه پیدا کیدل یوه بوجئ پیسی به دی ورکړی نو یو پاکټ سودا به یی درکړه ویدا ظاهر خادم وایی چی د محلی او نورو لوژیستکی مشکلاتو سره سره مونږ کابل جلال اباد نورستان او نور برخو ته سفرونه وکړل او هغه ځایونه مو په فلم کی ثبت کړل چی مونږ پکی خپل د ماشومتوب خاپوړی وهلی وی. د پیغلی افغان فلم جوړونکی ویدا ظاهر خادم نه پوښتنه وشوه چی هغه کوم احساس او جزبه وه چی د دی باعث شوه چی تاسو یی دی مستند فلم جوړولو ته اړ کړئ نو په ځواب کی ویدا ظاهر خادم وویل چی اول زه په خپله په کال ١٩٩٩ کی د یوی بلی افغانی سره وطن ته تللی ووم. هلته می یو د ٢٥ دقیقو مستند فلم جوړ کړو چی بیا د ملگرو ملتو په ودانئ کی وښودل شو. هغه وایی چی هغه ورځو کی ډیره سختی وه ، یوه پیغله جلئ د کامری سره افغانستان ته ننوتل ډیر د زړه چادونو او د خطرو نه ډک کار و. خو هغه وایی چی ما دپاره د وطن د لومړی سفر هره لمحه یادگار وه او دا ټولی لمحی می د فلم په فیته ثبت کړی. هغه وایی چی لکه څنگه چی وایی سفر وسیله ظفر ده او افغانستان ته زما سفر د کامیابو نوی لاری پرانستی. ما د فایر ډانسر یا په اور باندی نڅیدونکی په نوم د فیچر یا سنمایی فلم په جوړول کی مهمه برخه واخسیته ، چی دا فلم د لویو جایزو دپاره کاندید شو. او اوس می دا بل مستند فلم جوړ کړی چی راتلونکی میاشت کی په ملگرو ملتو او مهمو ادارو کی ننداری ته وړاندی کیږی

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه