Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
هر کال څه د پاسه شپږ سوه زره کسان د کولمو د سرطان له امله، له ژوند سره مخه ښه کوي

20/09/2007

The cells in certain cancers, like breast cancer and colon cancer, have been shown in labs to start with a high level of genetic instability and then in later stages this level goes down
د صحي مقاماتو د سروې له مخې، هر کال څه د پاسه شپږ سوه زره کسان د کولمو د سرطان له امله، له ژوند سره مخه ښه کوي.

څېړنو اوس جوته کړې چې غذایي رژیم د یادې شوې ناروغۍ په درملنه کې گټوره اغیزه لري.

 پنځه پنځوس کلن جان کوفلېن د روغتیا د یوې بېلگې په شان مالومیږي. نوموړی وایي کله چې یې کولونسکوپي معاینه وکړه نو خبر شو چې د کولمو په درېیمه درجه سرطان اخته دی.

درېیمه درجه په دې مانا چې د سرطان ناروغي یې له کولمو څخه، نورو نژدې غړو او لمفاوي عقداتو ته هم خپره شوې وه.

جان کوفلېن: ‏«‎ زه شپږ اوونۍ په ورته وخت کې د دارو او وړانگو یا شعاع تر درملنې لاندې وم. د همغه کال په سپټمبر میاشت کې مې د لویو کولمو د ښکتېنۍ برخې د غوڅولو لپاره جراحي عملیات وکړ چې شپږ میاشتې مې ورپسې شیموتراپي یا د دارو درملنه هم وکړه.‏»‎

د جان کوفلېن په شان د لویو کولمو په سرطان لږ تر لږه پر زرو تنو اخته کسانو د بېلابېلو غذایي رژیمونو مطالعې ترسره شوې.

څېړونکي ځیر و چې آیا سرطان به بېرته مخ واړوي او که ناروغان به ووژني؟ د یادو شویو څېړونکو ددغو مطالعاتو پایلې، د امریکا د طبي اتحادیې په خپرونې کې چاپ شوې.

د دغو څېړونکو مشر او د مسه چوسېتس په باسټن کې د دانا فاربر د سرطان انستیتیوت غړی ډاکټر جیفري مایورهارت وایي، د سرې غوښې د خوړلو محدودیت، پر دې ناروغانو ستره اغېزه لري.

جیفري: ‏«‎ دا په رښتیا سره د میوو او سبزیجاتو د اندازې کمول نه دي بلکې په حقیقت کې په خوراک کې د سرې غوښې، غوړو او خوږو خوړو د اندازې کمول دي چې فکر کیږي د لویو کولمو د سرطان د بیا را تازه کېدو د مخنیوي لپاره گټور وي.‏»‎

هغه غوړ غذایي مواد چې ډیری خلک یې په پرمختللو هېوادونو او یو شمېر نور یې په مخ پر ودې هېوادونو کې خوري، غربي خوراکونو په نامه یادیږی.

هغه غوړ غذایي مواد چې ډیری خلک یې په پرمختللو هېوادونو او یو شمېر نور یې په مخ پر ودې هېوادونو کې خوري، غربي خوراکونو په نامه یادیږی.
په څېړنه کې په ډاگه شوه چې د چاغوونکو خوړو کاروونکي ناروغان، د نورو په پرتله زیاتره د سرطان د تازه کېدو او مرگ تر گواښ لاندې دي.

جیفري: ‏‏«‎ په واقعیت کې تر ټولو حیرانوونکې هغه اغېزه ده چې انگېرل کیږي غربي خواړه یې لري.‏»

‎ برعکس هغه ناروغان چې زیاته اندازه میوه، سابه، چرگان او کبان یې خوړلي و، ښه بریښېدل.

ډاکټر مایورهارت د هغو ناروغانو لپاره چې د کولمو د سرطان تشخیص یې شوی دی، یوه لارښوونه کوی: که څه هم طبي درملنه اساسي رکن دی، خو د خوړو کیفیت ته پاملرنه هم گټوره ده.

ډاکټر مایورهارت: ‏«‎ د لویو کولمو په سرطان اخته ناروغان اوس هم باید چې عملیات شي او له عملیاته وروسته د شیموتراپي لپاره له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي. خو د غذايي رژیم اصلاح هم په رښتیا سره یو داسې گام دی چې د ناروغ پر درملنې مثبتې اغېزې کوي.‏»‎

د جان کوفلېن لپاره کبان، چرگان او د وریجو په شان حبوبات، آسانه انتخابي خواړه گڼل کیږي.

جان کوفلېن: ‏«‎ دا چې سړی په اوونۍ کې یوځل نه بلکې په میاشت کې یو ځل کباب وخوري، کومه مشکله خبره نه ده.‏»‎

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه