Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د طبی چارو ماهران وایی چی د موبایل ټیلیفون ډیر استعمال د انسان عصابو ته تاوان رسوی

27/09/2007

Cell
موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.
نن سبا چی د ساینس د کمالاتو کومه نمونه ډیره زیاته زمونږ په ژوند کی لیدل کیږی، هغه موباییل یا گرځنده لاسی ټیلی فون دی.

نن سبا د موبایل ټیلی فون استعمال دومره زیات شویدی چی د ځینو خلکو په جیبونو او لاسونو کی د یو په ځایی دوه دری موبایل سیټونه لیدل کیږی.

موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.

خو اوس د طبی چارو ماهران وایی چی د موبایل ټیلیفون ډیر استعمال او اشنایی د انسان عصابو او د سماعت قوت ته تاوان رسوی.

تازه شوی طبی څیړنی وایی چی ډیر خلک چی زیات وخت د موبایل ټیلی فون سره تیروی. هغوی د اوریدو یا د سماعت دقوت د کمیدو شکایت کوی.

ماهران وایی چی یو نفر چی په ورځ کی یو ساعت نه زیات موبایل ټیلی فون استعمالوی او خصوصا د راسته طرف غوږ ته یی نیسی نو څه موده پس د ځینو اوازونو په اوریدو کی د مشکل سره مخ کیږی.

ډاکټر مایکل هوفر وایی چی هغه څوک چی ډیر زیات موبایل استعمالوی هغوی د سین. فی. ټی او ز نه شروع کیدونکی غږونه سم نشی اوریدی.

cell
'هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.'
هغه وایی چی مونږ چی کله خبری کوو نو لکه د راډیو د غږ په شان په څپو او موجونو کی مو غږ خپریږی، نو که څوک په غوږونو دروند شی نو هغه ډیری هغه کلیمی نه اوری چی س فی ټ او ز یی سر کی راځی.

 ډاکټران وایی چی په غوږ کی یو شان نری ویخته وی چی د اواز سرعت کنټرولوی. نو کله چی د موبایل ډیر استعمال کیږی نو دغه وخته کمزوری شی نو بیا د اوریدو قوت هم ورسره له منځه لاړ شی.

څېړونکو د سلو داسی کسانو چی موبایل ټیلی فون استعمالوی او پینځوسو داسی کسانوچی موبایل نه لری. د دواړو طرفونو امتحانی څیړنه کړی.

 دا څیړنه چی دولس میاشتی وخت یی نیولی دی په دی کی معلومه شوی چی هغه کسان چی زیات وخت موبایل ټیلیفون غوږ ته نیسی د هغو نورو په نسبت چی هیڅ موبایل نه گرځوی د اوریدو قوت یی ډیر کم شویدی.

 د موبایل ټیلیفون نه علاوه هغه خلک هم د اوریدو د قوت نه د محرومیدو ډیر امکانات لری. څوک چی د سندرو یا د لوبود مسابقو د روان جریان یا کمنټرئ د اوریدو دپاره راډیو یا ټیپونه د غوږ پوری نیسی یا یی په گوشکئ اوروی.

cell
هغه ډاکټران چی د غوږ پوزی ستونی سر او غاړی د مرضونو علاج کوی هغوی وایی چی هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.

 د موبایل ټیلی فون استعمالونکو ته ډاکټران دا مشوره ورکوی چی دوی کله غوږونو باندی گرمی احساس کړی یا یو څه درانه ورته محسوس شی نو باید یو څه وخت دپاره د موبایل ټیلی فون نه پرهیز وکړی.

که چری په غوږو کی شرهار محسوس کړئ نو هم معنا دا چی گنی کڼیدو ته ورنیزدی شوی یی.

 د موبایل ټیلی فون د استعمال سره د نورو طبی مسلو د پیدا کیدو په باب تحقیقات روان دی چی زر به تر خلک خبر شی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه