Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د امرېکا دنړېوالې پرمختېا اداره په افغانستان کې له بې وسو ښځو سره مرسته کوي

04/10/2007

د امریکې د متحده ایالاتو دپرمختیايي ادارې په مټ دافغانستان په ختیځو ولایتونو کې دبې وسو ښځو لپاره یو لړ کارونه ترسره شوي او پدغو سیمو کې بې سرپرسته ښځې دبوزغلیو په تولید، کرهڼه، سوداګري او د ماهیانو په روزنه بوختې ساتلې شوي.

  د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان کې د امریکې دمتحدو ایالاتو د پرمختیايي ادارې یو ایس اېډ په مرسته په لسګونو داسې کار ځایونه جوړ شوي چې دهغو په برکت په دغو سیمو کې بې وسو ښځو ته دکار کولو او دهغوی کورنیو ته دروزۍ دګټلو زمینه برابره شوې ده.

یو اېس اېډ پدغو کار ځایونو کې ښځو ته دکار او کسب او سوداګری په چارو کې روزنه ورکوي. په دغه پروژه کې ۲۰۰۰ ښځې روزل کېږى دکار کولو اسانتیا وې ورته برابرې شوېدى.

 د جلال اباد دخوشگنبد په سیمه کې داشنه خونه چې بې وسې ښځې پکې په کار بوختې دي، یو له دغسې کار ځایونونو نه دی چې ښځې پکې دکرهڼې د نوو میتودونو نه کا راخلى او خپلو اته کسېزو کورنېو ته گټه کوى.

 پدی شنه خونه کې دداسى مختلفو او ګټورو نباتاتو بوزغلي تولیدوي، چې بیا نور بزګران دهغوی نه دا بوزغلي په خپلو ځمکو کې دکرنې لپاره اخلي.

دغوکارونو ژ ښځو په ژوند کې د ېادونې وړ پرمختگ او بدلون راوستى دى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
زرداري د پاکستان جمهور رئیس شو

  نور رپو ټونه
د نیمروز څارنوال په ځانمرگې حملې کې ووژل شو
شمالي وزیرستان کې بمبارئ ٥ تنه وژلي
کرزى د امرېکا له خوا نه بمباري شوي کلي ته ولاړ
صوبه سرحد کې زلزله شوې
کنډولیزا رایس د روسیې د منزوي کیدو خبرداری ورکړی
د پاکستان د پارلمان غړېو په پاکستان کې د خارجى قواو چپاو محکوم کړ
په اسلام آباد کي د وکیلانو  مظاهره
د افغانستان د پخواني خبریال غوث زلمي محاکمه
جان مککین به نن رسماً خپله کاندیدي ومني