Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
پاکستانی ماموران وائې،، جمهوررئیس مشرف  نیگرو پونتی ته وویل، دانتخاباتو لپاره اضطراری حالت ضرور دی

17/11/2007

پاکستانی ماموران وائې، جمهوررئیس پرویز مشرف دامریکا دبهرنیو چارودوزیری مرستیال جان نیگرو پونتی ته وویل، دهیواد دپارلمانی انتخاباتو لپاره اضطراری حالت ضرور دی چې په سوله ایزه فضاکې دغه انتخابات ترسره شی . نیگرو پونتی نن دشنبی په ورځ په اسلام اباد کې دجمهورریئس پرویز مشرف سره څه دپاسه دوه ساعته خبری وکړی .له هغه نه توقع کیده چې دجنرال مشرف نه وغواړی چې اضطرای حالت لیری کړی چې دوه هفتی پخوا نافذ شویدی او دجنوری میاشتی په سرکې دانتخاباتو دکیدو ضمانت ورکړی . ښاغلې نیگرو پونتی به دیکشنبی دورځی د دمطبوعاتی کنفرانس په وخت کې ددغو خبرو په باره کې تبصره وکړی . په عینی حال کې پاکستانی مطبوعات وائې، وروسته له هغې چې کورنې خپرونی بندی شوی ، دوی ئې مجبورکړل چې خارجی خپرونی پای ته ورسوی . دجو تلویزن رئیس عمران اسلم امریکا غږته وویل، دغه تلویزن به دخپرونو نوی موافقه لاس لیک نکړی ځکه چې ددغې موافقی له مخی به مامورانوته اجازه وی چې پخپله خوښه دتلویزن دفترونوته ننوځی ، سامانونه ضبطوی او کارکونکی بندیانوی . دغه مستقلی خپرونی په داسی وخت کې بندی کړی شوی چې ښاغلې نیگروپونتی دجمهوررئیس مشرف سره ملاقات کاوه . پاکستانی مامورانو وویل، دلوی درستیزمرستیال جنرال اشفاق کایانی هم په دغه غونډه کې حا ضر و. توقع کیږی چې کله جنرال مشرف ددوهمی دوری لپاره دپاکستان جمهوررئیس شی نود هغه د لوی درستیزڅوکۍ به جنرال کایانی ونیسی . پخوانی صدراعظمې بینظیر بهتو پرون دجمعی په ورځ په کور کې له نظربندې خوشی کړی شوه . دا وائې، دغه انتقالی حکومت په رسمیت نه پیژانی او دا خبره منی چې داضطراری حالت په وخت کې به آزاد اوعادلانه انتخابات وشی .

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د چاپ لپاره

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه