Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په راتلونکو لسو کالو کی به '٣٨٨ ملیونه' خلک د دومداره ناروغیو نه مړه شی

06/03/2008

Heart attack risk can be raised by depression and anger
'مونږ واقعآ ټوله خپله توجه د تروریزم مخنیوی ته اړولی، په داسی حال کی چی مونږ د چاغښت، سرطان او د زړه د ناروغیو د اپیډیمی سره مخامخ یو.'
په سیدنی کی د روغتیایی منسوبینو په غونډه کی وویل شول چی په نړی کی د تروریزم نه د مرگ ژوبلی اندازه د شکری ناروغی، د چاغښت او سگرټ څکولو نه د را پیدا شوو ناروغیو په اندازه، زیاته نه ده
.

په دی غونډه کی گډونکونکو ماهرانو ویلی چی په دی وروستیو څو کالونو کی نړی د بنیاد گرانو پرخلاف مبارزه کی زیاته مشغوله ده - په داسی حال کی چی هغو ناروغیو ته چی د مخنوی وړ دی، پاملرنه کمه شوی ده، او دا هغه پروگرامونه دی چی د سگرټو څکولو مخنیوی وشی چی د سرطان، د زړه او سږو د ناروغیو سبب گرځی.

 او همدا شان چاغښت چی د شکری د دومداره او مزمنی ناروغی په پیدا کیدو کی ونډه لری.

ښاغلی لورینس چی د نړیوالو روغتیایی قوانینو یو ماهر دی، د دی کنفرانس گډونکونکو ته وویل چی د نړی زیات حکومتونه دغو مهمو ستونزو او خطرونو ته پاملرنه نه کوی.

دی وایی: "په رښتیا چی د دی موضوع سره په نا آگاهانه ډول بی غوری کیږی. مونږ واقعآ ټوله خپله توجه او امکانات د تروریزم مخنیوی ته اړولی، په داسی حال کی چی مونږ د چاغښت، سرطان او د زړه د ناروغیو د اپیډیمی سره مخامخ یو."

 د نړی روغتیایی سازمان داسی اټکل کړی چی په راتلونکو لسو کالو کی به ٣٨٨ ملیونه خلک د مضمنو او دومداره ناروغیو نه مړه شی.

د نړی شپیته فیصده مړینه د زړه او سږو ناروغیو، شکره او سرطان نه پیښیږی. دغو ماهرانو زیاته کړه چی دا ستونزی به تر هغه حل نشی تر څو په دی اړه په عاجله توگه اقدامات ونشی.

د WHO اداره وایی چی د تنباکو د استعمال نه په کال کی پنځه ملیونه خلک مړه کیږی چی دغه شمیر به په کال ٢٠٢٠ کی لس ملیونو ته لوړ شی او ٧٠ فیصده دغه مړینه به په پر مختللو ملکونو کی پیښیږی.

د سیدنی په دی کنفرانس کی د نړی د پوهنتونونو، حکومتونو، د اقتصادی او ښار جوړولو د پروژو استاځو برخه درلوده او د نړی د حکومتونو او غټو کمپنیو نه یی وغوښتل چی د دغو د مخنیوی وړ ناروغیو ته چی په ملیونونو انسانان وژنی جدی پاملرنه وکړی.

 او همدا شان یی وغوښتل چی په خوړو کی د خوږی، غوړو او مالگی اندازه کمه شی او د سگرټو د څکولو د مخنیوی په لار کی اقدامات جدی کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
چین: درې نېمو زرو نه زېات کسان په ېوه ښار کې مړه شوېدى

  نور رپو ټونه
متحده ایالات وايي قواوو یې د افغانستان په جنوب کې ١٢ جگړه ماران وژلي
کرزی له سلګونو بزګرانو سره ولیدل
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه
برما د مرستو رسولو لپاره نړیوال فشارونه رد کړي
د نړۍ مشرانو په چین کې د زلزلې له امله خلکو ته خپله همدردي څرگنده کړه
نن په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په 'اسانۍ سره وگټي'
د پاکستان ېو مشهور گوند د مرکزى حکومت له کابېنى نه وزي
د چېن زلزلې ١٠٧ کسان وژلي دي
د امرېکا پوځ درى ټوپک والا د بغداد د صدر په ښا رکې مړه کړل
په بېروت کې سختى جگړې بېا پېل شوېدى