یو افغان مامور وايي په تیر یوه کال کې د مخدره موادو ضد سل تنه پولیس وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت معيین جنرال محمد داود داود نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د مخدره موادو د ضد پولیسو په مخکې اصلي خنډ ناامني ده، دا ځکه چې کوکنار په ډیرو خطرناکو او ناامنه سیمو کې کرل کیږي.
د جنرال داود په وینا، له دې ټولو خنډونو سره سره پولیسو دا کار کړېدى چې ١٣ ولایتونه په بشپړ ډول د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي.
هغه وايي حکومت په پام کې لري چې په روان کال کې ٢٢ ولایتونه د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي.
ملگري ملتونه وايي افغانستان د ټولې نړۍ ٩٣ فیصده غیر قانوني مخدره مواد تولیدوي.
د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي جرمونو اداره وايي د مخدره موادو قاچاق د یاغي طالبان لپاره مالي منبع ده.