Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
بوش: امریکاییانو ته پکار ده چې په اوږده موده کې زموږ په اقتصاد باور ولری

26/03/2008

US economy
په تیرو دوه میاشتوکې د امریکا په اقتصادی سیکټور کې اتیازرو کسانو وظیفی له لاسه ورکړیدی.
جمهور رئیس بوش وائې، مرکزی بانک او د خزانی وزارت چټک اقدام وکړ چې د امریکا په مالی بازارونو کې ثبات راولی
.

ښاغلئ بوش وائې، دا د امریکا د اقتصاد لپاره ډیر بحرانی وخت دی.

بوش وائې: "که د نور اقدام لپاره ضرورت وی نو موږ به ئې په داسی طریقه وکړو چې په اوږده موده کې زموږ اقتصاد ته تاوان و نه رسوی. امریکاییانو ته پکارده چې په اوږده موده کې زموږ په اقتصاد باور ولری."

په پنځو ورځوکې دا څلورم ځل دی چې جمهور رئیس د اقتصاد په باره کې څرگندونی کوی چې غواړی د امریکا خلکو ته ډاډ ورکړی. د تیلو اوخوړو لوړو قیمتونوپه پرچون خرڅولو باندی فشار راوړی دی.

 په تیرو دوه میاشتوکې د امریکا په اقتصادی سیکټور کې اتیازرو کسانو وظیفی له لاسه ورکړیدی.

د رایه ورکونکو پام اوس ټول اقتصای موضوع ته اوښتی دی. د عامه افکارو سروی چې تیره هفته د‏(‎CNN‏)‎ تلویزنی شبکی کړی وه، ښئ چې ۴٢ فیصده امریکایان پدی عقیده دی چې دنومبر د میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې به اقتصاد ترټولو مهه موضوع وی.

دا دهغه شمیردوه برابره دی چې وائې، دعراق جنگ ډیر مهم دی.

جمهور رئیس بوش وائې، حکومت نه یوازی د مالی بازارونو دثابت ساتلو لپاره اقدام کوی بلکه د کورونو دهغو څښتنانو سره هم مرسته کوی چې بانکونو ته د خپلو کورونو میاشتنی گروی نشی ورکولی .

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
چین: درې نېمو زرو نه زېات کسان په ېوه ښار کې مړه شوېدى

  نور رپو ټونه
متحده ایالات وايي قواوو یې د افغانستان په جنوب کې ١٢ جگړه ماران وژلي
کرزی له سلګونو بزګرانو سره ولیدل
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه
برما د مرستو رسولو لپاره نړیوال فشارونه رد کړي
د نړۍ مشرانو په چین کې د زلزلې له امله خلکو ته خپله همدردي څرگنده کړه
نن په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په 'اسانۍ سره وگټي'
د پاکستان ېو مشهور گوند د مرکزى حکومت له کابېنى نه وزي
د چېن زلزلې ١٠٧ کسان وژلي دي
د امرېکا پوځ درى ټوپک والا د بغداد د صدر په ښا رکې مړه کړل
په بېروت کې سختى جگړې بېا پېل شوېدى