Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله، په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې ده

05/06/2008

Tooling the Web for information is faster and more convenient than leafing through reference works.  Many librarians have become computer search advisers
په وروستیو کالونو کې د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې، د کار موقعې ډیري شوې او د بې وځلۍ کچه ټیټه شوې ده.

د موبل او کمپیوټر د استعمال له پراخیتیا سره په ځینو مخ پر وده هیوادونو کې د کرهڼې او روغتیا ده ډگرونو کې پرمختگ شوی، خو د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادي پرمختیا ډېره اوږده لاره اوس هم پر مخکې پرته ده. 

په روانډا کې حکیم موسی کیرانگا، د بوټو څخه جوړ شوو داروگانو په هکله ډېر مالومات لري. او په دې هکله هغه د کمپوټر او انټرنیټ منندوی دی چې دی یې کاره وي.

هغه کمپوټر، د کمپیوټري د زده کړو په یوه کلیواله مرکز کې زده کړ. او اوس دغه شپیته کلن حکیم خپل مالومات د انټرنیټ له لارې د نورو حکیمانو سره په ټوله افریقا او حتې په کاناډا کې شریکه وي.

موسی وایی: "‎ما خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړې دي، او دوی اوس ما پېژني. په بدل کې ما د هغو بوټو او ونو په هکله چې زه یې د خلکو د روغتیا لپاره کاره وم معلومات پراخ کړل."‎

اینډریو برنز د نړیوال بانک یو وتلی اقتصاد پوه دی او د ‏(‎مخ په وده ملتونو کې ټیکنالوژي‏)‎ رپوټ یو مهم لیکوال دی.

په رپوټ کې هغه وايي: مخ پروده هیودانو کې ټیکنالوژي تر پرمختللو هیوادونو په چټکۍ وده کړې. د کال ١٩٩٠ څخه تر کال ٢٠٠۴ پورې عاید لوړ شوي او د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله د غریبو خلکو شمېر کم شوی.

اینډریو وایی: "‎که و گورو چې عاید په کومو هیوادونو کې ډېر شوي، او د ژوند کچه د چا لوړه شوې، دا هغه هیوادونه دي چې د ټیکنالوژۍ په ډگر کې یې تر هر چا ډېر پرمختگ کړی. د مثال په ډول په ختیځې اسیا او د ارام سمندر په هیودانو کې له څلورو څخه نیولې تر پنځو په سلو کې په کلینیو تولیدونو کې زیاتوالی رامینځته شوی."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه ډول ټیلفوني مرکزونه د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رول لوبه وي، او دا کار د کمپیوټر او استخباراتي ټیکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختیا له کبله ممکن شوی.

دوی خلکو ده د کار زمینه برابره وي او ښه عاید ورکوي، بې له ټیکنالوژی به داسې ښه چانسونه په لاس نه وای ور رغلي.

احسان سعېد یو له دغسې خلکو څخه دی. هغه وایی: "‎دا کار زما د ژبې او د تبلیغي استعداد د ښوالي سبب ورگرځېدو، او زما حوصله یې را لوړه کړه. سړي ته تجربه ورکوي چې څنگه باید کار وکړي او له خلکو سره څنگه راشه درشه وکړي‏."‎

small_voamobile_graphic
خو موبل ټیلیفون بل تر هر څه زیات د خلکو په ژوند کې بدلون راوستی د نړۍ اتیا په سلو کې خلک اوس د موبل ټیلیفون شبکو په واټڼ کې ژوند کوي.

په واشنگټن کې د اختراع او بدلون د مرکز مشر، ارتر مولیلا، وايي موبل ټیلیفونونه ډول ډول اغیزې لري.

ارتر مولیلا وایی: "‎په دودیزو او د سخت دریزو رژیمونو په هیوادونو باندې موبل په رښتیا ډیموکراټیکه اغیزه لري. او په څرگنده ډول ډېر خنډونه له مینځه وړي. نو ځکه د برما په چېر هیوادنو کې چې تر سخت دریځه رژیمونو لاندي دي سیاسي ظلم پټ نه شي پاتې کیدای. او ژر د موبل او انټرنیټ له لارې را ووځي."

خو ضرورت نه ده چې نوې ټیکنالوژي د لودیځ ډوله خوشالي سبب وگرځي. ارتر وایی: "‎دا څرگنده ده چې ټیکنالوژي دغه کلتورونه داسې بدله وي لکه لودیځ چې بدله وي، خو په دغو ملکونو کې بیل اثرات لري. هر وخت د پرمختیا مقصد نه ترې لاسته کیږي. د مثال په ډول په امریکا کې  هر څه چي وي، ټیکنالوژۍ د غربت کچه یې کمه کړې او ډېر خلک اوس داسې موقعو څخه گټه اخلي چې ټیکنالوژي ورته برابرې کړې دي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه