Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
نړی د شمالی کورېا اټومی ازموېنه وغندله

25/05/2009

South Korean protesters shout slogans and hold portraits of North Korean leader Kim Jong-Il during a demonstration in Seoul against the North's latest nuclear test, 25 May 2009
د دوشنبی په ورځ شمالی کورېا د لنډ واټن دری توغندی وازموېل او اټومی ازموېنه ېې وکړه. نړېوالی ټولنی په دې رپوټونو باندی ډېر چټک اوله غوسی نه ډک ځواب ورکړېدی او دا کار ېې محکوم کړېدی.  

د امرېکا جمهور رېس براک اوباما ووېل د شمالی کورېا اعمال دنړېوال قانون نه سرغړونه ده. او دا د نړی امنېت او سولیته خطر دی. ښاغلی اوباما ووېل چې دشمالی کورېا اعمال او اقدامات دنړېوالی ټولنی له خوانه دعمل او اقدام  تقاضا کوی.

د امرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن ووېل د شمالی کورېا ازموېنی د تعجب او ارېانتېا وړ نه وی دا دشمالی کورېا د معاندانه او له دښمنی نه ډکې روحېې ېوه برخه ده. 

ستر جنرال ملېن سی ان ان ته ووېل چې دوی په ېوه دوه ورځو کې دا ازموېنه تصدېقولی شی خو هغه په دې کې د شک ځای نه لېده چې د شمالی کورېا ادعا باندی شک اوبدگومانی وکړی.  

د ملگرو ملتونو منشی بان کېمون ووېل چې دی ژوره اندېښنه لری او اټومی ازموېنه د ٢٠٠٦ کال دملگرو ملتونو د امنېت شوری له هغی پرېکړی نه سرغړونه ده چې په شمالی کورېا باندی ېې د داسی اعمالو بندېز لگولی دی.

هغه ووېل دی دا نېت لری چې له شوری سره ددوشنبی په ورځ ناوخته ملاقات وکړی.  شمالی کورېا واېې چې دوی په کامېابی سره د زمکی لاندی ېوه اټومی ازموېنه کړېده او دا د هغی نه ډېره قوی وه چې لومړی ځل ېې کړی وه.

دغه هېواد دوه نېم کاله مخکی اټومی ازموېنه کړی وه. د جنوبی کورېا  د ېو نهاپ خبری اژانس هم واېې چې شمالی کورېا د لنډ واټن دری توغندی وازموېل. داکار له اټومی ازموېنی نه څوساعته وروسته وسو. 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د سالنگ د پیښې د مړو شمیر ١٥٧ ته ورسید

  نور رپو ټونه
ناټو: ملکي هلمندیان باید بېغرضه پاتې شي
مکریستل: په مارجه کې غټ پوځي عملیات پیلېږي.
هالبروک: امریکا له طالبانو سره په خبرو کې نده شامله
د سالنگ برف کوچ ٦۴ تنه ووژل
افغان سرحدي پولیس وايي سهوا یې ٧ ملکیان وژلي
ترکیه کې د ناټو غونډې په افغانستان کې د نویو عملیاتو پریکړه وکړه
کراچئ کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیان جنازه
جاپان د افغانستان لپاره نظامي مرستې ودرولې
کای آیډه په افغانستان کې د نوي خطر خبرداری ورکړ
افغانستان کې سوله او پخلاینه، بیلابیل نظرونه 
نیویارک ټایمز:  له افغانستان نه د شورویانو عبرت
هلمند کې د سپو جنگولو په لوبه کې چاودنې ٣ تنه ووژل