Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
گیټس: طالبان په زور کې دي

27/05/2009

Secretary Gates poses with US troops in Afghanistan
      رابرټ گیټس تازه افغانستان ته سفر کړی و.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي دا وخت په افغانستان کې د طالبانو پله درنه ښکاري. او د امریکا د پوځ یوه عالي رتبه قومندان ویلي دي، ددې امکان شته چې امریکايي عسکر د آینده لسو کلونو لپاره په عراق او افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزیر وايي، که د اوباما حکومت په افغانستان کې په دغه روان بهیر کې د پام وړ بدلون را نه ولي، په آینده یوه کال کې ددې امکان شته چې د امریکا عام خلک د افغانستان د جگړې ملاتړ پرېږدي.

رابرټ گیټس ویلي، دا وخت طالبان برلاسي ښکاري. دوی امریکا ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي او د ملک ځینې لرې پرتې سیمې یې په لاس کې دي.

رابرټ گیټس دا خبرې د امریکا د وال سټریټ ژورنال د روځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د دفاع وزیر په عاجله توگه هڅه کوي چې په افغانستان کې د جگړې مشکل حل کړي. د نمونې په توگه افغانستان ته ٢١ زره نور عسکر لیږل کیږي او په افغانستان کې د امریکا د عسکرو تر ټولو عالي رتبه قومندان برطرفه شو. رابرټ گیټس وايي، وخت په تیرېدو دی او له امریکا نه ددې موقع له لاسه وځي چې جگړه په خپله گټه تمامه کړي.

گیټس په خپله مرکه کې ویلي: "زه په دې باور یم چې که خلک مطمین وي چې موږ د بري په لورې روان یو، نو دی به په جگړه کې پاتې شي او که دوی په دې فکر کې شي چې موږ د یوې په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ یو او زموږ ځوانان نارینه او ښځې عسکر وژل کیږي نو ډیر ژر ښايي دې ته د خلکو حوصله ختمه شي".

US soldiers stand guard at site of bomb attack in Kapisa province, about 10 kilometers northeast of Bagram air base, 26 May 2009
د امریکا د پوځ یو عالي رتبه قومندان وايي: د دفاع وزارت اوس د نړیوالو حالاتو له وجې دې ته تیار دی چې تر آینده لسو کلونو پورې خپل عسکر په افغانستان او عراق کې تم کړي.
ښاغلی گیټس چې د پخواني جمهور رئیس بوش په اداره کې هم د دفاع وزیر پاتې شوی دی، د اوباما حکومت د هغه پلان په باب هم غږېدلی چې غواړي د گوانتانامو زندان وتړي. گیټس وویل، کوم خلک چې ددغه زندان د تړل کېدو او د ځینو بندیانو امریکا ته په انتقالولو انتقاد کوي، دوی په اصل کې په خلکو کې وېره اچوي.

له بلې خوا، د امریکا د پوځ یوه عالي رتبه قومندان ویلي دي، ددې امکان شته چې امریکايي عسکر د آینده لسو کلونو لپاره په عراق او افغانستان کې پاتې شي.

د یو.ایس.اې ټوډې ورځپاڼه لیکي، د پوځ قومندان جنرال جورج کیسي ویلي دي، که څه هم پلان دا وو چې په آینده درې کلونو کې موږ خپل عسکر راوباسو، خو د دفاع وزارت اوس وايي چې د نړیوالو حالاتو له وجې دې ته تیار دی چې تر آینده لسو کلونو پورې خپل عسکر په افغانستان او عراق کې تم کړي.

ورځپاڼه د اسوشیټډ پرس د آژانس له قوله لیکي چې، جنرال جورج کېسي د خبریالانو او سیاسي څیړونکو یوې غونډې ته وویل، د نړۍ حالات په سمې خوا نه دي روان. دا کار به د پوځ په چارو کې هم بدلون راولي.

رپوټ وايي، جنرال دا خبره واضح نه کړه چې څومره عسکر به په افغانستان کې او څومره به په عراق کې پاتې کیږي.

ورځپاڼه لیکي، په عراق کې د امریکا د عسکرو قومندان جنرال رې اوډیرنو دا خبره څیړي چې تر کومې نیټې پورې به په دغه ملک کې د امریکايي عسکرو پاتې کېدل موثریت ولري.

د جمهور رئیس اوباما د پلان له مخې، سر له آینده کال نه به له عراق نه د خپلو عسکرو را ایستل پیل کړي او د عراق او امریکا د تړون له مخې، تر ٢٠١٢م کال پورې به ټول امریکايي عسکر له عراق نه وتلي وي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو