Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
"کرزی غواړي خپل واک ټینگ وساتي"

01/06/2009

voa afghan Ismail Khankarzai gov herat 150 eng 13aug02.JPG
 اسماعیل خان په تیرو دیرشو کلونو کې زیات وخت د افغانستان په لویدیځ کې په واک کې پاتې شوی دی
د امریکا مشهورې خپرونې بلومبرگ نن پدې اړه تفصیلي مقاله خپره کړې ده چې د افغانستان په آینده انتخاباتو کې د چا د بري امکان شته.  

خپرونې لیکلي، اسماعیل خان په تیرو دیرشو کلونو کې زیات وخت د افغانستان په لویدیځ کې په واک کې پاتې شوی دی. یو وخت د شورویانو په خلاف د مجاهدینو قومندان وو او له طالبانو وروسته د هرات والي وو.

خو په ٢٠٠۴م کال کې هغه د هرات له ولایت نه برطرفه شو او جمهور رئیس کرزي یې پر ځای باندې خپل کس وټاکه. اسماعیل خان له هغه وروسته کابل ته راغلی د اوبو او انرژئ د وزیر په توگه وټاکل شو او تر اوسه پورې پر دغه پوست پاتې دی.

د بلومبرگ امریکايي خپرونه لیکي، د کرزي همدغه توان چې کولای شي محلي مشران برطرفه یا تبدیل کړي، هغه ته ددې زمینه برابروي چې د اسد په ٢٩مه انتخاباتو کې بریالی شي.

د ناټو چارواکي وايي، په داسې حال کې چې په امریکا کې د اوباما حکومت ډیره توجه د عراق پر ځای افغانستان ته کړې ده، په دې باور دي چې په افغانستان کې شفاف او بې طرفه انتخابات له دې سره مرسته کوي چې په دغه ملک کې د تروریزم په خلاف سمه مبارزه وشي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په خیتځ او جنوب کې چیرې چې طالبان فعال دي دا وخت ډیرې سیمې د کرزي له واک نه بهر دي، خو په نورو پاتې سیمو کې یې تر اوسه خپل واک ساتلی دی. ځینې کسان چې یو وخت باقدرته جنگ سالاران گڼل کیدل واخیستل او لوړې حکومتي چوکۍ یې ورکړې او د ٣۴ ولایتونو په اکثرو کې یې خپل وفاداره خلک د والیانو په توگه وټاکل.

Afgan man submits his ballot
په افغانستان کې د اسد په ٢٩ د جمهوري ریاست انتخابات کیږي.
رپوټ وايي، په آینده انتخاباتو کې د کاندیدانو په لسټ کې پخوانی خارجه وزیر ډاکتر عبدالله عبدالله او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني دده مهم سیالان گڼل کیږي.

ورځپاڼه وايي، په کابل کې له ډیرو خلکو سره مرکې وشوې. او اکثره خلکو ته د ۴٣ کاندیدانو په اوږده لسټ کې چې د دوو ښځو نومونه هم پکې شامل دي یوازې د همدغه درې کسانو نومونه معلوم وو.

بلومبرگ په نیویارک کې د افغانستان د چارو مشهور څیړونکي خبره را اخیستې ده چې وايي: "دغه موقف ډیر حساس دی.

کرزي داسې یو ایتلاف جوړ کړی چې ددې خبرې ضمانت کولای شي چې بیرته همدی واک ته ورسیږي.

ورځپاڼه لیکي، خو په ځینو نورو ساحو کې د جمهور رئیس قدرت محدود دی. افغان او د ناټو قواوې کوښښ کوي د طالبان مخه ونیسي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو