Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
لاس انجلس ټایمز: افغانستان کې د معلوماتو جنگ

11/06/2009

Lt. Gen. Stanley A. McChrystal, testifies on Capitol Hill in Washington, before Senate Armed Services Committee's confirmation hearing, 02 Jun 2009
جنرال مکریسټل چې تازه د ایتلافي قواوو د نوي قومندان په توگه منظور شوی، وايي دی غواړي خلکو ته د پیښو معلومات په عاجل ډول ورسیږي.
لاس انجلس ټایمز لیکي، دا انتقادونه مخ په زیاتېدو دي چې وايي، د سه شنبې په ورځ امریکايي عسکرو د کنړ په ولایت کې پر عامو خلکو بم وار کړ، دوه تنه یې ووژل او له پنځو نه تر ٥٠ نور یې ټپیان کړل.

ورځپاڼه لیکي، امریکايي عسکر د معلوماتو په خپرولو کې ډیر ورو دي خو دوی وايي چې طالبا په ډیرې عجلې او ښه توگه ددغه ډول پیښو په اړه خپل رپوټونه خپروي.

خو دا ځل د کنړ د پیښې په اړه د معلوماتو په خپرولو کې ډیر بد نه وو. ورځپاڼه لیکي، د پیښو نه وروسته په ٢۴ ساعتونو کې د بگرام د اډې د عامو اړیکو مسئولینو یو ویډیو ټیپ خپور کړ چې ښيي امریکايي عسکر کوښښ کوي د کنړ په مرکز اسعد آباد کې خپل یو موټر چې له دیوال سره جنگېدلی دی راوباسي او په دغه وخت کې چاودنه کیږي.

امریکايي عسکرو داسې کافي تخنیکي معلومات هم خپاره کړل چې دغه چاودنه د یوه روسي لاسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې اکثره وخت د دوی وسله وال مخالفین له دغه ډول بمونو نه استفاده کوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په دغې خیره ویډیو کې چې له لرې نه فلمبرداري شوې، دا نه ښکاري چې لاسي بم څوک غورځوي خو کوم امریکايي عسکر هم نه ښکاري چې بم یې غورځولی وي.

ورځپاڼه لیکلي، امریکايي عسکرو ددې لپاره په عاجل ډول دغه ویډیو خپره کړې چې ثابته کړي، دوی ولې د خپلو عسکرو څنگ ته چې په یوه موټر اخته دي، بم وغورځوي. حتی په همدې چاودنه کې درې امریکايي عسکر هم سطحي زخمي شوي دي.

دغه ویډیو د (فیس بوک) او یوټیوب پر عامه ویب سایټونو باندې خپره شوې ده. امریکا غواړي د تندروان په خلاف د عامه ذهنیت د گټلو لپاره ددغه ډول اجتماعي ویب سایټونو نه گټه واخلي. امریکايي عسکرو معمولا د تندروانو د ادعاگانو د ردولو لپاره لیکلي بیانونه خپاره کړي دي خو د دوی له خوا د ویډیو خپرېدل معمول نه وو.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په عاجله توگه ددې ویډیو له خپرولو نه ښکاري چې امریکايي عسکر په دې عقیده شوي چې باید د مخالفینو د ناسمو ادعاگانو په خلاف په عاجله او ماهرانه توگه خپل عکس المعمل خپور کړي.

Afghan man shows shoe he found near debris of house destroyed in coalition airstrike on Monday night in Bala Baluk district of Farah province, 08 May 2009
امریکايي قومندانان دې خبرې هم اندېښمن کړي دي چې د امریکا په یو لړ هوايي بمباریو کې ملکي تلفاتو طالبانو ته د تبلیغاتو زمینه برابره کړې ده.
روځپاڼه لیکي، ډگرمن کلیرنس کاونټس په بگرام کې د عامه ارتباطاتو مسئول دی. دی وايي، غواړي چې په آینده کې هم ددغه ډول پیښو په باب کافي معلومات او حتی ویډیو ټیپونه خپاره کړي خو دی وايي، اکثره وخت امنیتي ملحوظات او قوانین د دوی ددې کار مخه نیسي ځکه چې د امنیتي مقرراتو له مخې دغه ډول حساس معلومات بای محرم پاتې شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د افغانستان لپاره د ایتلافي قواوو د نوي قومندان جنرال سټانلې مکریسټل یو مهمه دنده به همدا وي چې خلکو ته په عاجل ډول معلومات ورسوي.

ورځپاڼه وايي، په دې لړ کې یو بل پرمختگ چې شوی، هغه دا دی چې د بحري قوې جنرال گریگ سمیت د ایتلافي قواوو د عامه ارتباطاتو د نوي قومندان په توگه ټاکل شوی دی او پخپله جنرال مکریسټل هم دا غوښتنه کړې ده چې عامو خلکو ته باید معلومات په عاجل ډول ورکړل شي.

د لاس انجلس د مقالې لیکوال وايي، امریکايي قومندانان دې خبرې هم اندېښمن کړي دي چې د امریکا په یو لړ هوايي بمباریو کې ملکي تلفاتو طالبانو ته د تبلیغاتو زمینه برابره کړې ده.

د هوايي قوې قومندان ډگرمن کیت بریزا وايي: "په جگړه کې موږ بر لاسي یو خو طالبان زموږ کمزوي ټکي پیدا کوي او گټه ورڅخه اخلي". دی وايي: "طالبان د معلوماتو په خپرولو او تبادله کې ډیر تکړه دي".

لاس انجلس ټایمز لیکي، اکثره وخت چې ملکي خلک ووژل شي، امریکايي قواوې پر طالبانو ملامتي اچوي چې د خلکو له کورونو نه ډزې کوي او له عامه خلکو نه د سپر په توگه کار اخلي. دوی دا هم وايي چې د تلفاتو په شمیر کې مبالغه کیږي. خو امریکايي قواوو هیڅ وخت د خپلې ادعا د اثبات لپاره د بمبار کوونکو الوتکو کومه ویډیو چې له ځمکې یا له سټلایټ نه ثبت شوې وي، نه ده خپره کړې.

د سه شنبې د ورځې د لاسي بم په قضیه کې، د افغانستان د معارف وزارت په خپلې یوې اعلامیې کې ایتلافي عسکر پړه گڼلي  او ویلي یې دي چې په پیښه کې لږ تر لږه یو ملکي سړی شهید شوی دی. ډیرو عیني شاهدانو هم مطبوعاتو ته ویلي دي چې دوی یو امریکايي عسکر ولید چې لاسي بم یې وار کړ.

ددغو ادعاوو له خپرېدو وروسته، په همهغه ورځ امریکايي عسکرو د معمول په څیر خپله اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې په چاودنه کې لاس نلري.

خو له دې یوه ورځ وروسته، عسکرو له پیښې ویډیو خپره کړه او له دې سره یو بله لیکلې اعلامیه هم خپره کړه د په دغې چاودنه کې د استعمال شوي روسي لاسي بم توضیحات پکې ورکړل شوي وو او ویلي یې وو چې دغه بمونه اکثره وخت تندلاري استعمالوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، جمهور رئیس کرزی هم په دغه پیښه کې امریکايي عسکر بیخي بې گناه نه دي گڼلي، هغه له ایتلافي قواوو نه گیله کړې او د پیښې په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د ٥ افغان وزیرانو په باب د اداري فساد تحقیقات

  نور رپو ټونه
هند او امریکا د همکاریو په زیاتولو موافقه وکړه
چاودنی په خوست کې ٥ ملکیان ووژل
ایران ومنله چې خپل یورانیم بهر ته ولیږي
د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي
جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
څلور امریکایی عسکر وژل شویدي
د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل