Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
چین: داخلي تولیدات د اولیت حق لري

18/06/2009

Crane hoists construction material in front of backdrop of high rising buildings, in Shanghai, 17 Jun 2009
چین دا امر هم کړی دی چې که شرکتونه یې غواړي له بیرون نه مواد وارد کړي نو اول باید د حکومت له مربوطه ادارې نه اجازه واخلي.  
چین د خپل ملک د اقتصاد د تقویه کولو لپاره ٦٠٠ میلیار ډالره انکشافي بودیجه تخصیص کړې ده او ددغې بودیجې د مصرفولو لپاره یې دا معیار ټاکلی چې باید ټولې انکشافي پروژې پخپله چینايي شرکتونو ته ورکړل شي یا په دې لړ کې چینايي شرکتونو ته د اولیت حق ورکړل شي.

د چین حکومت له خپل دغه اقدام نه دفاع کړې ده. پیکینگ په داسې حال کې د پروژو په ورکولو کې چینايي کمپنیو ته د اولیت حق ورکوي چې څه وخت مخکې کله چې د امریکا حکومت غوښتل د خپلې انکشافي بودیجه د لگولو لپاره پر دغه ډول یوه اقدام غور وکړي، نو د چین حکومت احتجاج پیل کړ او ویې ویل چې امریکا یوازې د خپلو داخلي تولیداتو حمایت کوي او دا کار خطرناک دی.

 

خو اوس چین دغه ډول کوښښ پیل کړی دی او غواړي د خپلې انکشافي بودیجې ټوله گټه یې یوازې د خپل ملک شرکتونو ته ورسیږي.

د چین مطبوعات وايي، د پیکینگ حکومت د جون په اوله حکم کړی چې د حکومت د سرمایه گزارئ د پروژو مسئولین مکلف دي چې یوازې داخلي تولیدات استعمال کړي او که داسې موادو ته ضرورت وي چې په چین کې نه تولیدیږي کولای شي په هغه صورت کې خارجي تولیدات واخلي.

حکومت دا امر هم کړی دی چې که شرکتونه غواړي له بیرون نه مواد وارد کړي نو اول باید د حکومت له مربوطه ادارې نه اجازه واخلي.  

نن د چین د خارجه وزارت ویاند کین جانگ په یوې مطبوعاتي غونډې کې وویل، د چین هدف دا نه دی چې یوازې د خپل داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي او د خارجي تولیداتو مخه ونیسي. هغه وویل: 

"د حکومت له خوا ددغه معیار د اعلانېدو هدف دا دی چې په مارکیټ کې د آزاد رقابت لپاره زمینه برابره شي". هغه وویل، دا معیار د حکومت د اکمالاتو د قانون هیڅ ډول تضاد نلري.

کین جانگ ټینگار کوي چې دا معیار ددې لپاره نه دی وضع شوی چې د خارجي شرکتونو یا تولیداتو مخه ونیسي.

د روان میلادي کال په پیل کې د چین کمونست حکومت ژمنه وکړه چې په خپل ملک کې به له داخلي او خارجي تولیداتو سره یوه ډول سلوک کوي او له نورو حکومتونو نه یې هم غوښتنه وکړه چې پر دغه معیار عمل وکړي او یوازې د خپلو داخلي تولیداتو له ملاتړ او د خارجي محصولاتو د مخنیوي څخه ډډه وکړي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د طالبانو مشر له حکومت سره مذاکرات رد کړل

  نور رپو ټونه
پاکستان پر ممبۍ د حملو په تور ٧ تنه ونیول
د حج مراسمو کې د خوگانو د زکام ویره
د ٥ افغان وزیرانو په باب د اداري فساد تحقیقات
هند او امریکا د همکاریو په زیاتولو موافقه وکړه
چاودنی په خوست کې ٥ ملکیان ووژل
ایران ومنله چې خپل یورانیم بهر ته ولیږي
د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي
جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
څلور امریکایی عسکر وژل شویدي
د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل