Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
د مایکل جکسن هنري ژوند او مرگ

26/06/2009

In this 13 Nove 1988, file photo, pop singer Michael Jackson performs before a sold out crowd for his Bad tour at the Los Angeles Sports Arena
دا عکس د مایکل جکسن د ١٩٨٨ کال د شخصي البوم څخه اخیستل شوی. دی د لاس انجلس د لوبو په میدان کې د خپلو مینه والو یوه لوی ټولي ته سندرې وايي.
د پاپ موسیقئ وتلی سندرغاړی، مایکل جکسن د ٥٠ کلنۍ په عمر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس په ښار کې د زړه د درېدو له امله مړ شو. د هغه ډیر مینه وال دده په مړینه ویر او ماتم کوي.

د پنجشنبې په ورځ د کلیفورنیا د لاس انجلس په ښار کې ډاکترانو اعلان وکړ چې مایکل جکسن مړ شوی دی. پر هغه باندې په همدې ښار کې په خپل کرايي کور کې د زړه حمله راغلې وه. په عاجل ډول په لاس انجلس کې د کلیفورنیا د پوهنتون مربوطه روغتون ته ورسول شو. د مایکل جکسن ورور جرماین وايي؛ ډاکترانو ونشو کړای د هغه ژوند وژغوري.

"د د عاجلو چارو او د زړه د ناروغیو د ډاکترانو یوې ډلې د یوه ساعت لپاره کوښښ کاوه چې هغه په هوښ راشي".

تر دې لږ وخت وروسته د هغه جسد په یوې هلیکوپتر کې یوه امبولانس ته انتقال شو. د لاس انجلس د ښار د پولیسو د ادارې قومندان گریگ سټرینک وویل، د هغه جسد د تحقیقاتو لپاره طب عدلي ته انتقالیږي.

"دا وخت د ښاغلي جکسن جسد د لاس انجلس د ښار د طبي چارو د مسولینو په لاس کې دی. هغوی دده د مرگ د علتونو په اړه څیړنې کوي او دا معلوموي چې کوم نور مسایل د هغه له مرگ سره تړاو لري".

د مایکل جکسن د مرگ د خبر د خپرېدو لږ وروسته د هغه ډیر زیات شمیر مینه وال ددغه روغتون نه راچاپیر شول. د هغه ډیر نور مینه وال د هالیوډ په جاده کې د هغه په نامه پر ځمکه باندې د کښل شوي ستوري خوا ته راټول شوي وو. د لاس انجلس په دغه جاده کې د امریکا د هر وتلي هنري څیرې د یاد او درنښت لپاره پر جاده باندې لوی ستوري کښل شوي دي.

مایکل جکسن په ١٩٥٨م کال کې وزیږېد. د (جکسن ٥) د پاپ موسیقئ په ډله کې شامل شو او له همدې ځایه یې د تکړه سندرغاړي او نڅاگر په توگه شهرت پیدا کړ.

Micheal Jackson reporting to court
مایکل جکسن د محاکمې پر وخت. له ماشومانو سره د هغه د ډیرې مینې په اړه ډیرو منتقدینو پوښتنې کړي دي.
وروسته یې د موسیقئ په هنر کې ډیر نور پرمختگ هم وکړ او د پاپ موسیقئ د وتلي ستوري یا سوپر سټار په توگه مشهور شو. په ١٩٨٢م کال کې یې د (تریلر) یا هیجان انگیز په نامه البوم خپور شو. د موسیقۍ دغه البوم دومره ډیر خرڅ شو چې د همیشه دپاره د تر ټولو غوره خرڅېدونکي البوم ریکارډ یې قایم کړ.

مایکل جکسن ددغه البوم د سندرو د ویډیوگانو د جوړولو په برخه کې تر نور هنرمندانو ډیر مخکې ولاړ. په همدې البوم کې دده نڅا باعث شوه چې دی د نړۍ د موسیقۍ د تر ټولو غوره نڅاگر په نامه مشهور شو.

له دې نه په را وروسته کلونو کې مایکل جکسن د یو لړ جنجالونو سره مخامخ شو. هغه څو ځله پالستیک جراحي کړې ده او له ماشومانو سره د هغه د ډیرې مینې په اړه هم ډیرو منتقدینو پوښتنې کړي دي.

په ٢٠٠٣م کال کې پر مایکل جکسن باندې تور ولگول شو چې په یوه ١٣ کلن ماشوم یې تیری کړی دی. که څه هم دوه کاله وروسته دی بیرته تبرئه شو خو موقف ته یې ډیر تاوان ورسېد. له هغه راهیسې دی د یو لړ اقتصادي مشکلاتو سره هم مخامخ وو.

په پام کې وه چې مایکل جکسن به په موسیقئ کې له یوې اوږدې وقفې وروسته، په لندن کې یو لړ کنسرتونه ورکوي. دده لړۍ لومړنن کنسرت د جولای د ١٣مې لپاره په پلان کې نیول شوی وو. ددغه کنسرت ټول ټکټونه د تیر مارچ کې په څو دقیقو کې خرڅ شول.

که څه هم پر مایکل جکسن باندې د تورونو له امله ډیر خلک له هغه نه لرې شوي وو خو د هغه ډیرو دوستانو یې بیا کلک ملاتړ کاوه. سندر غاړي لیزا میلاني د جکسن د مرگ په مناسبت وویل، هغه د پاپ موسیقئ پاچا او یو واقعي شخصیت و.

Michael Jackson announces that he is set to play ten live concerts at the London O2 Arena in July, 05 Mar 2009
ټاکل شوې وه چې مایکل جکسن په آینده میاشت کې په لندن کې یو لړ کنسرتونه ورکړي وای.
د پاپ موسیقئ بلې مشهورې سندرغاړې مډونا چې له جکسن سره یې ډیر وخت له نږدې کار کړی دی، د خلکو مجلې ته وویل، ددغه خبر د اورېدو له امله خپله ژړا نشي بندولای. د مایکل جکسن بل نږدې ملگري د سینما لوبغاړي الیزبیت ټایلر وویل، له دې امله دومره احساساتي شوې او دردېدلې ده چې نشي کولای څه ووايي.

مایکل جکسن دوه ودونه کړي وو. په لومړي ځل یې په ١٩٩۴م کال کې له لیزا ماري پریسلي سره واده وکړ. دا د امریکا د پخواني پاپ ستوري الویس پریسلي یوازنۍ لور ده. خو په ١٩٩٦م کال کې دوی دواړه سره بیل شول. په همدې کال کې یې له ډبي رووي سره واده وکړ خو دې واده هم له درې کلونو نه ډیر وخت دوام ونکړ.

له مایکل جکسن نه درې بچیان پاتې دي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
پر کرزي باندې د امریکا او جرمني فشار

  نور رپو ټونه
د پاکستان چارسده کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل
کندهار کې ٢٥٠ ټنه چاودیدونکي مواد ونیول شول
اوباما آسیا ته سفر کوي
جاپان له افغانستان سره ٥ ملیارد ډالره مرسته کوي
ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي
اسرائیل: د سولی خبرې دې سمدستي پیل شي
هیلری کلنټن وایی : کرزئ دی فساد ختم کړی
د عراق پارلمان له  یو اوږد ځنډ نه وروسته د انتخاباتو قانون تصویب کړ
جمهورریس اوبامه به د اسرایلو صدراعظم سره وینی
پېښور:د رېکشا په چاودنه کې دری کسان ووژل شول
د پیښور په  ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی
جرمنی دبرلېن ددېوال دنړېدلو شلمه کلېزه لمانځی
افغان پوځ زابل کی د ١٧  یاغیانو وژلو ادعا کړیده
د افغانستان خارجه وزارت د کا آیډه خبرې رد کړې