Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
جونز: افغانستان ته نور عسکر نه لیږل کیږي

01/07/2009

Pakistani PM Yousuf Raza Gilani (R) and US security adviser James Jones (L) before meeting in Islamabad, 25 Jun 2009
جیمز جونز په اسلام آباد کې له صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره وکتل.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې نن لیکلي چې د اوباما حکومت دا وخت افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو پلان نلري.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د ملي امنیت مشاور دا خبره تیره هفته په افغانستان کې وکړه چې د اوباما حکومت غواړي چې دا وخت په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر په همدې اندازه وساتي او ددغه ملک لپاره د جوړې شوې ستراتیژئ پر اساس ډیره توجه اقتصادي او د حکومتدارئ تقویې ته وشي او دې ته کار وشي چې د افغانستان خپل خلک او عسکر په روانه مسئله کې ور گډ کړل شي.

ورځپاڼه لیکي دا پیغام هغه توقعات له منځه وړي چې ممکن نور عسکر راشي، خو په آینده کې د نورو عسکرو لیږل نه دي رد شوي.

واشنگټن پوسټ د جنرال جونز له خولې لیکلي: "دا یوازې په نظامیانو باندې نه گټل کیږي. موږ دا شپږ کاله همدا هڅه وکړه. کومه ستراتیژي چې د آینده کال لپاره جوړه شوې اساسي ټکی پکې اقتصادي پرمختگ دی. که دا کار په سمه توگه ونشي، نو د نړۍ په ټولو موجوده عسکرو هم دا مبارزه نشي گټل کیدای".

ورځپاڼه لیکي د امریکا جمهور رئیس براک اوباما جیمز جونزه تیره هفته ددې لپاره افغانستان، پاکستان او هند ته لیږلی و چې عمويم وضعه معلومه کړي او د جمهور رئیس نظر د هغه ځای خلکو ته ورسوي.

واشنگټن پوسټ لیکي، جمهور رئیس اوباما دا خبره د خپل واک د دورې او همدارنگه د انتخاباتي مبارزو پر وخت په صراحت کړې وه چې د افغانستان مسئله د بوش د ادارې پر وخت شاته پرېښودل شوې وه.

اوباما د فبروري په ١٧مه اعلان وکړ چې افغانستان ته ١٧ زره نور عسکر لیږي. جمهور رئیس اوباما هغه وخت وویل، په افغانستان کې طالبان د بیرته پوره کېدو په حال کې دي او په گاونډي هیواد پاکستان کې القاعده له خپلو پخو مورچلو نه امریکا ته تهدید پیښ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د ملي امنیت مشاور جیمز جونز د خپل دغه سفر په ترڅ کې په تکرار سره دا خبره یاده کړه چې د سیمې لپاره نوې ستراتیژي درې پایې لري چې دده په خبره په دغو درې برخو کې پرمختگ ته ضرورت دی. لومړی: امنیت، دوهم: اقتصاد او دریم: حکومت داري او بیارغاونه.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
ناټو: بادغیس کې د ورکو عسکرو یو مړی پیدا شو

  نور رپو ټونه
د پاکستان چارسده کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل
کندهار کې ٢٥٠ ټنه چاودیدونکي مواد ونیول شول
اوباما آسیا ته سفر کوي
پر کرزي باندې د امریکا او جرمني فشار
جاپان له افغانستان سره ٥ ملیارد ډالره مرسته کوي
ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي
اسرائیل: د سولی خبرې دې سمدستي پیل شي
هیلری کلنټن وایی : کرزئ دی فساد ختم کړی
جمهورریس اوبامه به د اسرایلو صدراعظم سره وینی
پېښور:د رېکشا په چاودنه کې دری کسان ووژل شول
د پیښور په  ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی