Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
وزیرستان کې د سولې تړون ماتېدو گواښونه پیښ کړي

01/07/2009

Pakistani army soldiers patrol a street in Miranshah, the main North Waziristan town along the Pakistan-Afghanistan border, 17 Feb 2007
پاکستاني عسکر د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میرانشاه کې گزمه کوي.
د پاکستان د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې طالبان د سولې له یوه تړون نه وتلي دي او له دې سره د پاکستان د حکومت هغه هلې ځلې ټکنۍ شوي چې غوښتل یې د تندروانو د حملو مخه ونیسي.

د طالبانو د سیمییز قومندان حافظ گل بهادر یوه ویاند پرون د سولې د تړون د ماتولو اعلان وکړ او له دې سره ددې وېره پیدا شوې چې ممکن په شمالي وزیرستان کې هغه موقتي سوله له منځه ولاړه شي چې له څو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې ټینگه وه.

ویاند احمدالله احمدي د سه شنبې په ورځ مطبوعاتو ته وویل، ددې لپارهد سولې له دغه تړون نه وځي چې د حکومت له خوا پر شمالي او جنوبي وزیرستان باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بمباري نه ده بنده شوې.

په شمالي وزیرستان کې د سولې دغه تړون تیر کال د سیمییزو مقاماتو او د طالبانو د استازو تر منځ امضا شوی و.

د سولې دا تړون په داسې حال کې له منځه ځي چې د پاکستان پوځ څه موده مخکې په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د قومندان بیت الله محسود په خلاف عملیات پیل کړل.

خو پاکستانی تحلیلگر خالد عزیز وايي، په شمالي وزیرستان کې د تړون ماتېدل د تعجب وړ خبره نه ده. خالد عزیز چې یو وخت د صوبه سرحد اعلی وزیر تیر شوی او دا وخت په پیښور کې د سیمییزو چارو د څیړنې د مرکز رئیس دی، وايي چې دغه ډول تړونونه د هغو اساسي مشکلاتو د حل لاره نه ده چې دا وخت د پاکستان په قبایلي سیمو کې موجود دي. ښاغلی عزیز وايي، دغه دغه تړونونه تر ډیره حده پر عامه ذهنیت نه دي ولاړ بلکه اساس یې سیاسي قدرت دی.

"دا یوازې موقتي تکتیکي اقدامات دي. د تندروانو لپاره دا مهمه ده چې په سیمه کې خپلې پیښې ټینگي کړي. په ځینو سیمو کې حتی دوی ته د یوه غیر رسمي حکومت په سترگه کتل کیږي. دوی له خلکو مالیات ټولوي او پر خلکو واک چلوي او د ځان د تقویه کولو په حال کې دي. او بلې غاړې ته، تر کومې اندازه چې ددغه تړونونو خبره ده، هر څومره چې دغه تړونونه دوام کوی حکومت ورسره کمزوری کیږي".

خالد عزیز وايي، هر څومره چې د طالبانو مشران فکر کوي چې د پاکستان پوځ غواړي د وزیرستان په څیر سیمو کې خپل واک ټینگ کړي، نو دوی خپل شخصي منافع په خطر کې ویني او له دې سره د سولې هر ډول تړونونه له منځه ځي.

په شمالي وزیرستان وزیرستان کې د طالبانو مشري حافظ گل بهادر کوي. دوی په قوم وزیر دي او د جنوبي وزیرستان له محسودو سره یې چندان جوړه نه ده.

 

حافظ گل بهادر خبردارئ ورکړی چې له دې وروسته بې یې سړي د پاکستان پر امنیتي قواوو حملې کوي.

 

په شمالي وزیرستان کې د سولې د تړون له ماتېدو لږ وروسته رپوټونه خپاره شول چې په همدې سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان باندې حمله شوې ده او ١٦ عسکر پکې وژل شوي دي.

عظمت حیات خان د پیښور د پوهنتون مرستیال دی. دی وايي، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د قومي اتحادونو مغلقیت د پاکستان د پوځ کار نور هم ور مشکل کړی دی.

"دا وخت ډیرې ډلې موجودې دي چې مختلفې مفکورې لري او بیلا بیل خلک یې ملاتړ کوي. د یوې ډلې منافع له بلې ډلې سره سر نه خوري. ډیره مشکله ده چې پیشبیني وشي. دا ټول په دې پورې اړه لري چې د پوځ عملیات څه ډول پر مخ ځيَ. که دغه عملیات بریالي وي او یوه هدف ته ورسیږي نو بیا فکر کوم نتیجه به ولري. او که په منځ کې نامکمل پاتې شي نو بیا خراب عواقب لرلای شي".

خو ملکي خلکو ته د پوځ د عملیاتو د وجې توان رسیږي. تر اوسه پورې په سوات او شاووخوا سیمو کې د عملیاتو په وجه نږدې دوه نیم میلیونه خلک بې ځایه شوي دي. او که دا کار په وزیرستان کې وشي نو کیدای شي پوځ د خپلو هغو عملیاتو له پاره د عامو خلکو ملاتړ وبایلي چې په وزیرستان کې یې د طالبانو د مشر په خلاف پیل کړي دي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
پر کرزي باندې د امریکا او جرمني فشار

  نور رپو ټونه
د پاکستان چارسده کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل
جاپان له افغانستان سره ٥ ملیارد ډالره مرسته کوي
ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي
اسرائیل: د سولی خبرې دې سمدستي پیل شي
هیلری کلنټن وایی : کرزئ دی فساد ختم کړی
د عراق پارلمان له  یو اوږد ځنډ نه وروسته د انتخاباتو قانون تصویب کړ
جمهورریس اوبامه به د اسرایلو صدراعظم سره وینی
پېښور:د رېکشا په چاودنه کې دری کسان ووژل شول
د پیښور په  ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی
جرمنی دبرلېن ددېوال دنړېدلو شلمه کلېزه لمانځی
افغان پوځ زابل کی د ١٧  یاغیانو وژلو ادعا کړیده
برتانیه : د افغانستان پوځ به د ٢٠١۴ پوری هم په پښو  و نه دریږی
د افغانستان خارجه وزارت د کا آیډه خبرې رد کړې