Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
هلمند کې پراخ عملیات دوام لري

03/07/2009

U.S. Marine takes a position next to piles of dried poppy bulbs in the village of Noghara in the Nawa district in Afghanistan's Helmand province, 03 Jul 2009
په دغو عملیاتو کې د امریکا د خاصو قواوو څلور زره عسکر برخه لري.
د امریکا عسکرو نن د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کی ښه تر ډیر حد پوری ځانونه رسولي دي او په هغو کلیو او ځایونو کی چی د طالبانو په کنټرول کی وو د لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د امریکا دا تعرضي عملیات د هغو څلور زره عسکرو په مشري کیږی چی پرون د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت ته رسیدلي دي. ددې عملیاتو مقصد دادی چی یاغي طالبان ددغو سیمو نه وباسی او د آگسټ د میاشتي په شلمه نېټه د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکي د سیمي امنیت وساتی.

ددغو امریکایي عسکرو نطاق بیل پیلیټییر وویل چی پر امریکایی عسکرو باندی یوازی خال خال ډزي وسوې، مگر هغه خبر داری ورکړ چی امکان لری دا حال به بدل سی. هغه وویل چی ددوی ټوله توجه به دې ته وی چی یاغي طالبان وباسی او د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کړی.

د امریکا اردو وایی چی په دې عملیاتو کی یو امریکایی عسکر وژل سوی او څو تنه نور زخمی شوي دي.

په دې عملیاتو کی په سل گونو افغان عسکرو او پولیسانو هم برخه اخیستې ده.

له بلي خوا د امریکا چارواکي وایی چی اردو یې د خپلو ټولو منابعو نه استفاده کوی چی هغه امریکایی عسکر پیدا کړی چی ویل کیږی د تیري سه شنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کی طالبانو نیولی دی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
ناټو: بادغیس کې د ورکو عسکرو یو مړی پیدا شو

  نور رپو ټونه
د پاکستان چارسده کې چاودنې ٢٠ تنه ووژل
کندهار کې ٢٥٠ ټنه چاودیدونکي مواد ونیول شول
اوباما آسیا ته سفر کوي
پر کرزي باندې د امریکا او جرمني فشار
جاپان له افغانستان سره ٥ ملیارد ډالره مرسته کوي
ناټو: کندوز کی ١٣٠ یاغیان وژل شوي
اسرائیل: د سولی خبرې دې سمدستي پیل شي
هیلری کلنټن وایی : کرزئ دی فساد ختم کړی
جمهورریس اوبامه به د اسرایلو صدراعظم سره وینی
پېښور:د رېکشا په چاودنه کې دری کسان ووژل شول
د پیښور په  ځان مرگی چاودنه کی ١٢ نفر وژل شویدی