Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
هلمند کې پراخ عملیات دوام لري

03/07/2009

U.S. Marine takes a position next to piles of dried poppy bulbs in the village of Noghara in the Nawa district in Afghanistan's Helmand province, 03 Jul 2009
په دغو عملیاتو کې د امریکا د خاصو قواوو څلور زره عسکر برخه لري.
د امریکا عسکرو نن د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کی ښه تر ډیر حد پوری ځانونه رسولي دي او په هغو کلیو او ځایونو کی چی د طالبانو په کنټرول کی وو د لږ مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د امریکا دا تعرضي عملیات د هغو څلور زره عسکرو په مشري کیږی چی پرون د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت ته رسیدلي دي. ددې عملیاتو مقصد دادی چی یاغي طالبان ددغو سیمو نه وباسی او د آگسټ د میاشتي په شلمه نېټه د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکي د سیمي امنیت وساتی.

ددغو امریکایي عسکرو نطاق بیل پیلیټییر وویل چی پر امریکایی عسکرو باندی یوازی خال خال ډزي وسوې، مگر هغه خبر داری ورکړ چی امکان لری دا حال به بدل سی. هغه وویل چی ددوی ټوله توجه به دې ته وی چی یاغي طالبان وباسی او د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کړی.

د امریکا اردو وایی چی په دې عملیاتو کی یو امریکایی عسکر وژل سوی او څو تنه نور زخمی شوي دي.

په دې عملیاتو کی په سل گونو افغان عسکرو او پولیسانو هم برخه اخیستې ده.

له بلي خوا د امریکا چارواکي وایی چی اردو یې د خپلو ټولو منابعو نه استفاده کوی چی هغه امریکایی عسکر پیدا کړی چی ویل کیږی د تیري سه شنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کی طالبانو نیولی دی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
ننگرهار کې د طالبانو او حکومت تر منځ جگړې شوي

  نور رپو ټونه
د اسرایلو د لوی درستیز نه په ترکیه کې د پخوا په شان هرکلی ونشو
نیویارک ټایمز: سپینه ماڼۍ له طالبانو سره پر خبرو غور کوي
د ایران ـ امریکا شخړه پر افغانستان څه اثر لري؟  Audio Clip Available
د ملګرو ملتونو تللي کارکوونکي بیرته افغانستان ته راستانه شول
کونړ: د ايتلافي قواوو د هوايي بريدونو خلاف مظاهرې شوي
پکتیکا کې ٥ مشکوک ځانمرگي وژل شوي
واشنگټن پوسټ: د افغانستان د جگړې په اړه دودیز تصورات
امریکا: افغانستان کې باقاعده پرمختگ کوو
طالبانو د قندهار د حملو مسئولیت واخیست
د ملګر ملتونو نوی خاص استاځی کابل ته ورسید
د ارزګان په چاودنه کې ۶ کسه وژل شوي
په کندهار ښار کې په بیلابیلو حملو کې ۳۰ کسه وژل شوي
د آمریکا د بشري حقوقو په کلني ریپوټ کې د افغانستان یادونه
په سوات کې ځانمرګه ۱۳ کسه ووژل
لاهور کې ځانمرګو بریدونو ۴۵ تنه ووژل
چین د آمریکا پرضد ریپوټ خپور کړیْ
روسیه په هند کې ۱۲ اټمي بټۍ جوړوي
اسرایلو فلسطینانو ته د لودیځې غاړې پوله بنده کړې
گیټس: ایران د طالبانو 'محدود' ملاتړ کوي
امریکا: جگړو په افغانستان کې حکومتداري اغیزمنه کړې
جمهورریس کرزی د اسلام اباد نه بیرته راستون شوی
کرزي په مذاکراتو کې د پاکستان د منځگړیتوب  هرکلی کړی
ننگرهار کې له پاکستان سره د سولې د جرگې هرکلی شوی
خوست او پکتیکا کې حملې شوي
ملگرو ملتو د پټو زندانونو بحث ځنډولی
گیټس: ښایي له ټاکلې نیټی وړاندې امنیت افغانانو ته وسپارو
کارپوهان: ايران محتاطانه لاسوهنه كوي
احمدي نژاد: امریکايي پوځونه افغانستان ته سوله نه راولي
ننگرهار: قومي شخړه کې ٢٠ تنه وژل شوي
د امریکا د دفاع وزیر په کندهار کې دی