 |
| دا حمله په جنوبي وزیرستان کې د بیت الله مهسود تر کنترول لاندې سیمې کې شوې ده. |
د پاکستان د استخباراتو مامورین وایی چی د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکي نن د جمعې په ورځ په جنوبی وزیرستان کی د طالبانو او القاعدې د پټیدو په ځایونو باندی د توغوندیو حمله وکړه، لږ تر لږه لس کسه یې ووژل. د سیمي چارواکو وویل چی ددې حملې هدف هغه ځایونه وو چی د بیت الله مهسود تر کنټرول لاندی دي. هغه په پاکستان کی د یاغي طالبانو مشر او د القاعدې متحد دی .
د پاکستان اردو په دې وروستیو وختو کی هلي ځلي کوی چی مهسود ونیسی. په هغه باندی په حکومت او ملکي خلکو باندی د څو حملو تورونه هم لگیدلي دي. چارواکی دا هم وایی چی مهسود د پاکستان په صوبه سرحد کی القاعدې ته د حملو لاري هم ښئي.
امریکا د بیت الله مهسود په سر پنځه ملیون ډالره انعام ایښی دی.