Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
صوبه سرحد کې د بې کوره شوو ماشومانو په اړه اندیښنې

03/07/2009

Displaced children from Pakistan's Swat Valley wait to receive food at Shiekh Yasin camp in Mardan, 03 Jun  2009

یونیسیف رپوټ ورکړیدی چې تقریبا له دومیلونو کسانو له جملی نه چې دسوات په ناوه کې دجنگ په سبب بی کوره شویدی ، نیمائې ماشومان دی .

یونسیف وائی، دهغو زرگونو ماشومانو دحالت په باره کې ژوره اندیښنه لری چې په صوبه سرحد کې دجنگ دلاسه بی کوره شویدی. یونیسېف زیاتوی، ماشومان، روغتیا، زده کړی او نورو خدمتونو ته عاجل ضرورت لری.

یونیسیف رپوټ ورکړیدی چې تقریبا له دومیلونو کسانو له جملی نه چې دسوات په ناوه کې دجنگ په سبب بی کوره شویدی ، نیمائې ماشومان دی .

دغه اداره زیاتوی چې ډیرماشومان، روغتیا، ښونی روزنی، پوره خوړو، دڅکلو پاکی اوبو، حفظ الصحی او همدغه راز ژغورلو ته عاجل ضرورت لری. یونیسیف زیاتوی چې دغه ستونزی داوړی گرمی هوا لانوری پیسی زیاتی کړی دی.

یونیسیف وائې، خاصه اندیښنه ئې داده چې اوه سوه زره ماشومان به راتلونکی تعلمی کال ضایع کړی . ټاکل شویده چې ښونځی به  دسیپټمبر په میاشت کې پرانستل شی .مگردغه اداره وائې، (٣٧٠٠ ) ښونځی به ددرس ویلو لپاره تیارنوی ځکه چې په دغو ښونځیو کې ( ١٥٠٠٠٠ ) زره بی کوره شوو کسانو ته ځای ورکړل شویدی.

دیونیسیف نطاقه ( ویرونیک تاوو) وائې، دهغې اداری په کمپونو کې یوه څه بندوبست کړیدی.دا وائې، دغه ځایونه دساعتیری لپاره دی او یو څه دزده کړی سامانونه هم پکی ایښودل شویدی چې هغه دماشومانو سره مرسته کوی چې دزده کړی سره خپل ځانونه عادی کړی.

دیونیسیف نطاقه وائې، هغه ماشومان چې په کمپونو کې اوسیږی له هغو زرگونو ماشومانونه په ښه موقف کې دی چې دکورنیواودوستانو سره اوسیږی.میرمن تاوو وائې:  

په اوس وخت کې زموږ ستونزه دا ده چې هغو ماشومانو ته ورسیږوچې دکورینو او دوستانو سره وسیږی ، ځینی وخت دوی په لیری پرتو سیموکې دیره وی چې موږ ورته درسیدو امکانات نه لرو . ځکه نو په اوس وخت کې زموږ اندیښنه همدا ده ځکه نو موږپوهیږو چې دغه کورنی او ماشومان دڅکلو پاکی اوبه، دحفظ الصحی شرائط او ښونځی نلری .

Displaced Pakistani families turn back after trying to enter Pakistan's troubled Swat Valley at Got Koto, 05 Jun 2009

ددوه سوه زرو بی کوره شوو کسانو یوازی لس فیصده ئې په کمپونو کې اوسیږی

داپریل دمیاشتی په اخرکې دحکومتی قواو او افراطی طالبانو ترمنځ جگړه پیل شویدیه . په درو هفتوکې څه دپاسه دوه میلونه کسان خپل کورکلی پریښودلو ته مجبورشول. ددغې ستونزی چټکیتا او اندازی دپاکستان حکومت او دمرستو درسولو مؤسسې حیرانی کړی او په دوی باندی دمرستو درسولوله پلوه سخت فشارراغی.

ددوه سوه زرو بی کوره شوو کسانو یوازی لس فیصده ئې په کمپونو کې اوسیږی چې اساسی ضرورتونه ئې پوره شویدی . مگر یو عشاریه اته میلونه بی کوره شوی کسان دکورنیواو دوستانو سره اوسیږی.

یونیسیف وائې، هغه ماشومان او کورنی چې ددوستانو او کورنیو سره په ډیرو بدو شرائطو کې  اوسیږی .دغه اداره وائې، موسمی بارونونه به ډیر ژرپیل شی او ډیرو ماشومانوته صحیح غذا نه رسیږی نو دهغو دناروغیوله خطر سره مخامخ دی چې له اوبونه پیدا کیږی.

یونیسیف وائې،دپیسو دکمبود له کبله د بشری مرستو رسول ئې دستونزو سره مخامخ شویدی. دغه اداره وائې، (٥۴٣) میلونو ډالرو ته ضرورت لری چې دیوعشاریه اوه میلونو بی کوره شوو کسانو غم پری وخوری او له دغو پیسو نه ئې دریمه برخه لاس ته راوړی ده.   


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د ٥ افغان وزیرانو په باب د اداري فساد تحقیقات

  نور رپو ټونه
هند او امریکا د همکاریو په زیاتولو موافقه وکړه
چاودنی په خوست کې ٥ ملکیان ووژل
ایران ومنله چې خپل یورانیم بهر ته ولیږي
د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي
جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
څلور امریکایی عسکر وژل شویدي
د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل