Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
امریکا نن د خپلواکئ ورځ لمانځي

04/07/2009

diaa july4 wash 150.jpg
په واشنگټن او نیویارک کې تر ټولو لویه آتش بازي کیږي. 
په امریکا کې نن د جولای څلورمه د استقلال ورځ لمانځل کیږي. ددغې ورځې د لمانځلو لپاره ترتیبات روان دي. په دې مناسبت د آتش بازئ، پوځي مارشونو او کنسرتونو پلان نیول شوی دی.

تمه کیږي چې په واشنگټن او نیویارک کې به نن شپه د آتش بازئ تر ټولو لوی او په زړه پورې مراسم تر سره شي. ډیر کوچني ښارونه اړ ایستل شوي دي چې د اقتصادي بحران له امله د پراخو مراسمو له تجلیلولو نه تیر شي.

جمهور رئیس براک اوباما نن په خپل اوونیز راډیويي بیان کې پر امریکايانو غږ وکړ چې د استقلال په مناسبت د رخصتۍ ورځې په خوښئ تیرې کړي. خو په عین وخت کې یې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې ملک یې د روان سخت اقتصادي بحران روان او د عراق او افغانستان د جگړې له مشکلاتو سره مخامخ دی.

ښاغلي اوباما وویل، ددغو مشکلاتو د رفع کولو لپاره د ټولو امریکايانو سخت زیار ته ضرورت دی.

امریکا د ١٧٧٦م کال د جولای په څلورمه له برتانیې نه خپله آزادي واخیسته.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د سالنگ برف کوچ ٦۴ تنه ووژل

  نور رپو ټونه
ناټو: ملکي هلمندیان باید بېغرضه پاتې شي
مکریستل: په مارجه کې غټ پوځي عملیات پیلېږي.
هالبروک: امریکا له طالبانو سره په خبرو کې نده شامله
افغان سرحدي پولیس وايي سهوا یې ٧ ملکیان وژلي
ترکیه کې د ناټو غونډې په افغانستان کې د نویو عملیاتو پریکړه وکړه
کراچئ کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیان جنازه
جاپان د افغانستان لپاره نظامي مرستې ودرولې
کای آیډه په افغانستان کې د نوي خطر خبرداری ورکړ
افغانستان کې سوله او پخلاینه، بیلابیل نظرونه 
نیویارک ټایمز:  له افغانستان نه د شورویانو عبرت
هلمند کې د سپو جنگولو په لوبه کې چاودنې ٣ تنه ووژل
د ناټو قومندان وايي افغانستان کې حالت ښه شوی
هلمند: د نادعلي په عملیاتو کې ٣٢ یاغیان وژل شوي