Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
پنجاب کې چاودنې ٩ تنه ووژل

13/07/2009

Punjab Police pakistan

چارواکی وایی چی ددوشنبی دورځی چاودنه په میان چنو کی پیښه شوه. ددغه دینی عالم په کور کی ماشومانو ته دینی تعلیم ورکول کیده.

د پاکستان چارواکی وایی چی لږ تر لږه نهه کسان چی په هغو کی اوه ماشومان هم دی په ختیځ پنجاب کی د یوه اسلامی عالم په کور کی، د پنجاب په ختیځ ایالت کیووژل شول.

په همدی توگه لږ تر لږهاویا کسان په همدی چاودنه کی هغه وخت زخمی شول چی تقریبا د شلو گاونډیانو کورونه په چاودنه کیوران ویجاړ شول.

چارواکی وایی چی ددوشنبی دورځی چاودنه په میان چنو کی پیښه شوه. ددغه دینی عالم په کور کی ماشومانو ته دینی تعلیم ورکول کیده.

دختیځ پنجاب د امنیه قوماندان کامران خان وایی چی ددی شواهد شته دی چی دا کور د افرا‍طیانو په واسطه استعمالیده. هغه زیاته کړه چی پولیسو هلته راکټ لانچرونه او د ځان مرگه بریدونو لپاره واسکټونه په خرابو کی پیدا کړل.

د پاکستان حکومت: د سوات بې ځایه شوي مهاجر بیرته ستنیږي

Displaced Pakistanis pack up their belongings as they prepare to leave refugee camp, in Charsadda, near Peshawar, 13 Jul 2009

چارواکی وایی چی مهاجرین به خپلو کورونو ته په څو پړاوونو کی ستانه شی.

د پاکستان حکومت د یوشمیر مهاجرینو په بیرته ستنولو باندی پیل کړیدی. رپوټ وایی چی داخلکد طالبانو او حکومتی قواو ترمنځ د سوات په ناوه کی چی دپاکستان په شمال لویدیځه برخه کی پرته ده د جگړو په نتیجه کی له خپلو کورونو نه وتلی وو.

ددوشنبی په ورځ سرویسونه اود پوځ لاری موټرونه کتار ولاړ وو چی په لسهاو کورنی د دجلوزو او چارسدی دمهاجرینوله کمپ نه چی په پیښورکی پراته دی،  په سوات کی خپلو کورونو ته ستانه کړی. 

چارواکی وایی چی مهاجرین به خپلو کورونو ته په څو پړاوونو کی ستانه شی. که څه هم یوشمیر مهاجر بیرته له تللو نه انکار کوی. هغوی ته د حکومت د وعدی سره سم ، هغه دری سوه ډالره ، تراوسه پوری ندی ورکړل شوی.

پاکستان داسلامی افراطیانوخلاف په دری شمال لویدیزو علاقوکی د اپریل په میاشت کی هغه وخت عملیات پیل کړل چی افراطیان تقریبا سل کیلومتره پایتخت اسلام اباد ته ورنیژدی شول. 

د پاکستان حکومت وایی چی په دغو تهاجمی  جگړو کی تقریبا( ١٧٠٠) افراطیان ووژل شول. خو دا شمیر له مستقلو منابعو سره نشی تائید کیدلی. حکومت وایی چی د سوات ناوه اوس د افراطیانو نه ازاده شویده. خو ځایی رپوټونه وایی افراطیان لا تراوسه پوری په ځینی سیموکی فعال دی او محلی خلک تهدیدوی.  


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د سالنگ برف کوچ ٦۴ تنه ووژل

  نور رپو ټونه
ناټو: ملکي هلمندیان باید بېغرضه پاتې شي
مکریستل: په مارجه کې غټ پوځي عملیات پیلېږي.
هالبروک: امریکا له طالبانو سره په خبرو کې نده شامله
افغان سرحدي پولیس وايي سهوا یې ٧ ملکیان وژلي
ترکیه کې د ناټو غونډې په افغانستان کې د نویو عملیاتو پریکړه وکړه
کراچئ کې د جمعې د ورځې د چاودنې د قربانیان جنازه
جاپان د افغانستان لپاره نظامي مرستې ودرولې
کای آیډه په افغانستان کې د نوي خطر خبرداری ورکړ
افغانستان کې سوله او پخلاینه، بیلابیل نظرونه 
نیویارک ټایمز:  له افغانستان نه د شورویانو عبرت
هلمند کې د سپو جنگولو په لوبه کې چاودنې ٣ تنه ووژل
د ناټو قومندان وايي افغانستان کې حالت ښه شوی
هلمند: د نادعلي په عملیاتو کې ٣٢ یاغیان وژل شوي