Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
له نن نه ٧٥ کله مخکې هیټلر واک ته ورسید

05/08/2009

190_Hitler
                      اډولف هیټلر
 
د کال ١٩٣۴ د اگسټ په دوهمه نېټه د جرمني د جمهور رئیس پال وان هیلډنبرگ د وفات سره سم صدراعمم اډولف هیټلر  د جرمني دیکتاتور سو او د پېشوا لقب یې غوره کړ. 

د جرمني پوځ  د نوي اعلی قوماندان سره د وفاداری لوړه وکړه  او د جرمني   ډیموکراټیک حکومت  له منځه ولاړ. هیټلر دجرمني خلکو ته اطمینان ورکړ چی  د هغه رژیم به زر کاله ژوندی پاته سی مگر نازي جرمني یوولس کاله وروسته سقوط وکړ. هیټلر په کال ١٨٨٩ کی زېږېدلی وو.

په لومړي نړی وال جنگ کی په پوځ کی شامل سو او د جنگ په میدان کی یې د زړه ورتیا مډال ترلاسه کړ. هغه په کال  ١٩١٨ کی په جنگ کی ټپی سو او لا په روغتون کی پروت  وو چی  په جنگ کی یې د جرمني د ماتی خبر واورېدی. 

د جرمني ماتي هغه سخت په غوسه کړ او تل به یې پړه  په جرمني کی پر داخلی دښمنانو ، کمونیسټانو او یهودانو باندی اچوله  او د سولي هغی جزایی موافقتنامې ډېر سخت په قهر کړی وو چی متحدینو پر جرمني باندی تحمیل کړې وه .

هیټلر ډېر ژر د ناراضی صاحب منصبانو او منورینو څخه نازي گوند جوړ او په کال ١٩٣٣ کی  د هغه گوند په زور  دجرمني صدراعظم سو. هغه سمدستی د سیاسی مخالفینو په ځبلو ، بندی کولو او اعدامولو بنا وکړه. هیټلر په کال ١٩٣٨ کی د نړۍ د تسخیرولو پلان طرح کړ.

لومړی یې اطریش په جرمنی پوری وتاړه او وروسته یې چکوسلواکیا ونیوله ، د کال ١٩٣٩ د سپټامبر پر لومړۍ نیټه یې پولینډ ونیوی او د فرانسې سره یې جنگ پیل کړ.

په دې توگه دوهم نړی وال جنگ پیل سو او د هیټلر پوځی قواوو ډېر حیرانونکي بریالیتوبونه ترلاسه کړل. خو کله چی یې په کال ١٩۴٢  کی پر شوروی اتحاد باندی یرغل پیل کړ نو د جرمني د پوځ د ماتي  ورځی پیل سوې. د کال ١٩۴٥  په لومړیو شپو ورځو کی برټانیې او امریکا د لوېدیځ او شوروی اتحاد د ختیځ د لوری پر جرمني باندی یرغلونه پیل کړل او  هیټلر په برلین کی تر مځکی لاندی  مورچل کی بند پاته سو.

د اپرېل پر دېرشمه چی د شوروی اتحاد پوځیان د هغه له مرکز څخه یو میل لیری وه هیټلر له خپلی معشوقې ایوا بران سره  یو ځای ځان وواژه.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو