Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
دامرېکا جنرال په افغانستان کې دناکامی خبرداری ورکوی

21/09/2009

 

 

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواو عمومي قوماندان خبرداری ورکړی که چیرته د راتلونکي کال په جریان کې افغانستان ته نور عسکر وانستول شي ، د دې احتمال شته چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ناکامۍ سره مخ شي.

د جنرال مکرسټل د څرګندونو یوه برخه د تیرې دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ پخپلوخپرونو کې خپره کړیده. جنرال مکرسټل لیکلي دي چې د ناکافي امکاناتو له کبله به د افغانستان جګړه لا پسې اوږده شي او هم به زیات لګښت ته اړتیا ولري او د دې احتمال شته چې نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې د ماتې سره مخ شي.

خو جنرال مکرسټل وایي چې لا هم نړیوالې ټولنې ته د دې فرصت لري چې د افغانستان جګړه وګټي که چیرته د نظامي قواوو شمیر په افغانستان کې زیات شي.

د امریکا جمهور رییس ښاغلی اوباما او د هغه د امنیتي چارو ډله اوس مهال د هغه رپوټ پر سر کار کوي چې جنرال مکرسټل د روان میلادي کال د اګسټ د میاشتې په 30 مه نیټه د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس ته رالیږلی وو. ښاغلی اوباما هڅه کوی چې دا  پریکړه وکړي چې آیا افغانستان ته نور اضافي عسکر واستوي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس تیره اوونۍ وویل چې ډیر وخت ته اړتیا شته تر څو افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه کومه پریکړه وشي.

همدارنګه د تیرې دوشنبې په ورځ ایټالویانو خپلو هغو شپږو عسکرو ته د درناوي مراسم ترسره کړل چې تیرو اوونۍ په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله وژل شوي وو.

 ایټالیا جمهور رییس ښاغلی جورجیو نیپالیټانو او صدراغظم سلویو برلوسکا ني به د دغو عسکرو د جنازې په دولتي مراسمو کې ګډون وکړي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو