Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
افغانستان د امریکا د نن ورځې په ورځپاڼو کې

24/09/2009

طالبان له پاکستاني اډو نه په افغانستان کې عملیات کوي. امریکا زیار باسي افغانستان له پاره نوی پلان جوړ کړي. د ځاځي نیول کیدل د امریکا لپاره څومره مرسته کوي. اوباما په ملگرو ملتو کې څه وویل او څه یې ونه ویل.  دا د امریکايي مطبوعاتو د نن ورځې مهم مطالب دي چې د افغانستان په اړه یې خپاره کړي دي.

General Stanley McChrystal (file photo)
                 جنرال ستانلي مک کرستال

نیویارک تایمز د سپتمبر د ٢۴نېټې په گڼه کې د امریکایی استخباراتي او پوځي سرچینو له خولې لیکي چې په دې وختونو کې د طالبانو حملې مغلقې شوي او په خاص نظم تر سره کیږي او دوی د پاکستاني اډو نه د افغانستان په شمالي او لویدیزو برخو کې خپلې حملې پراخوي.

ورځپاڼه زیاتوي، پداسې حال کې چې براک اوباما غواړي په افغانستان کې په خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړي، او له پاکستان نه یې په زغرده غواړي چې د طالبانو پرضد په سختۍ عمل وکړي خو دغه طالبان دننه په افغانستان کې خپل نفوذ زیاتوي.

امریکايي پوځي او استخباراتي سرچېنې بې له دې چې خپل نوم څرگند کړي وايي د ملا عمر تر مشرۍ لاندې د طالبانو ډله چې د کویټې له شاوخوا نه فعالیت کوي، اوس د افغانستان په شمال او لویدیزو سیمو کې چې مخکښی ارام بلل کیدل حملې کوي.  په دې وختو کې په وروستیو تاوتریخوالي کې ایتالوي او جرمنی عسکر ووژل شول.  دغه دواړه هیوادونه چې د امریکا ملگري دي د خپلو عسکرو په سبب د هیواد په دننه کې د یولړ ستونزو سره مخامخ دي.

نیویارک تایمز د جنرال ستانلي مک کرستال د رپوټ په هلکه لیکي چې په کې ویل شوي دي د طالبانو حملې ورځ په ورځ پېچلې کیږي او دوی د حکومت او د بریالیتوب خوبونه ویني.  په رپوټ کی ویل شوي دي چې ملا عمر په ولایتونو کې د ځان لخوا ټاکل شوي والیان لري، په خلکو مالیه ږدي او اسلامي محکمې دایروي.

ورځپاڼه لیکي چې په کویټه کې د طالبانو د شورا شته والي د هغو خبرو په اجندا کې شامله ده چې د اوباما اداره غواړي د پاکستان سره یې مطرح کړي.

نیویارک تایمز د همدې گڼې په یوه بله مقاله کې لیکي چې اوباما د ملگرو ملتو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ډیر شیان یاد کړل خو کوم شي ته چې یې کومه اشاره ونه کړه هغه د افغانستان موضوع ده.  خو یواځې یوه میاشت مخکې ده افغانستان د امریکا د امنیت لپاره ډیر مهم بللی ؤ چې له هغه ځایه د تروریزم سره مقابله کیدلې شي.

View of the General Assembly Hall during the general debate of the Assembly's 64th session in New York, 23 Sep 2009
د ملگرو ملتونو په عمومي ودانۍ کې ددغه سازمان ٦۴مه عالي غونډه روانه ده.
نیویارک تایمز لیکي چې د اوباما د ادارې په نظر ملگري ملتونه هغه مناسب ځای نه دی چې د جنگ په هلکه هلته د شک خبره وشي یا د خپلو گوندي ملگرو سره په اختلاف وغږیږي چې د نورو عسکرو د لیږلو پر سر رامنځ ته شوی دی.  د بش د ادارې د اوو کلو نه پاملرنه د طالبانو ماتول یا حتی کنترولول گران کړي دي.   نو په دې هیواد کې په پالیسۍ کې د بدلون راوستل باید ډیر په ځیر و‍شي مگر ددې کار لپاره ډیر وخت نشته دی
.

نیویارک تایمز لیکي د امریکا سره ډیرې اندیښنې شته دي.  د امریکا ملگري چې په اوس وخت کې په افغانستان کې په جنگ لگیادي په دې فکر کې دي چې د افغانستان نه پښې سپکې کړي، نو ځکه د دغو شرایطو لاندې باید خپل اهداف په څرگند ډول وټاکي.  که پلان دا وي چې د افغانستان پوځ غښتلی او حکومت اغیزمن شي او په دې ترتیب د طالبانو مقابله وشي، نودغه اهدافو ته څومره لگښت او څومره وخت ته اړتیا شته ده.  او که چیرته دغه اهداف واقعي نه ښکاري او اوباما د پوځونو د را ایستلو په فکر کې وي نو په افغانستان به څه راځي او ایا دغه هیواد بیا د القاعده په اډه بدلیږي که نه؟

د تایم مجله په خپلې وروستنۍ گڼه کې د نجیب الله ځاځي د نیول کیدلو قضیې په اړه لیکي چې دی چې په اصل کې افغان دی او د امریکا د ډنور په یوه هوایی ډگر کې کارکوي، د اف بی ای لخوا نیول کیدل دوی گټې ورسول.  یو داچې د تروریزم یوه دسیسه شنډه شوه او له بله پلوه کیدای شي دده نه ډیر مهم او گټور معلومات د طالبانو او القاعده په برخه کې ټول شي.

Najibullah Zazi arrives at Byron G. Rogers Federal Building in downtown Denver, 17 Sep 2009
نجیب اله ځاځی په امریکا کې د ترهگرئ په تور نیول شوی.
مجله لیکي چې تر اوسه پورې په ده باندې یواځې چارواکو ته د درواغو د ویلو تور دی.   د ده پلار د خپل زوی هرډول لاس لرل په ترورستي اعمالو کې ردوي.  خو که چیرې اف بی ای دا په اثبات ورسوي چې دی په دې ډول اعمالو کې دخالت لري نو د استخباراتو مامورینو ته دده نیول کیدل به ډیر اهمیت ولري
. 

تایم لیکي چې تر اوسه پورې افغانان په بین المللي جهادي کړیو کې دخالت نه درلود.  خو دغه حالت ممکن اوس بدل شوی وي او طالبان به  اوس په دې فکر کې لویدلی وي چې د امریکا په خاوره کې هم د امریکا لپاره جنجال جوړ کړي.  د طالبانو پخوانی نسل یواځی د افغانستان په مسایلو کې مصروف ؤ خو د نوي نسل طالبان اوس د نړیوال جهاد خبری کوي.  د افغانانو په منځ کې داسې خلک ډیر دي چې وايي افغانستان د امریکا لخوا اشغال دی نو ځکه دوی به دی ته وهڅول شي چې په امریکا کې داسې اعمال سرته ورسوي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي مینگوره چې څه وخت مخکې د طالبانو لخوا نیول شوې وه او په کې شرعي احکام جاري شوي وو او هرډول د تفریح او ساعت تیری کارونه په کې بند ؤ، اوس ددې ښار په سینما کې د پاکستاني فلمونو د لیدلو لپاره گڼ خلک په لین کې ولاړ وي. 

People look at festival movie posters at cinema hall in Ouagadougou, 27 Feb. 2007
یو کس چې د فلم د لیدلو لپاره په لاین کې ولاړ ؤ وویل چې زما د سینما لویه پرده خوښیږي او اوس د طالبانو دوره ختمه  ده.  طالبانو به د ویدیو او کسټونو دکانونو ته اور اچول او سینما گانې تړلې وې.  دوی همدارنگه سندرغاړي او فلمي هنرمندان خپل هنر ته نه پریښودل  او رټل به یې، او دوی د سوات په وادی کې چې د سیلانیانو لپاره د سیل ځای دی، د وحشت فضا جوړه کړې وه
.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو