د جرمنې صدراعظمې میرمن انګلا مرکل وروسته تر هغې خپل ځان د انتخاباتو ګټونکې اعلان کړه چې د هغې د عیسویانو د دیموکرات ګوند او د نوي تجارت پلوي ایتلافي همکار ګوند یې د شنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې بریالیتوب ترلاسه کړ.
میرمن مرکل خپلو پلویانو ته وویل هغه غواړي چې د ټولو جرمنیانو(صدراعظمه) وي تر څو په جرمني کې حالت نور هم ښه شي. هغې همدارنګه وویل چې نوی حکومت به یې د سختو حالاتو سره لاس او ګریوان وي.
د جرمني ټلویزوني شبکو پیشګویي کړیده چې مسیحي دیموکراتان او د میرمن مرکل د راتلونکي حکومت همکار آزاد دیموکراتان به 48 فیصده رایې وګټي.
تمه کیږي چې په اوسني ایتلافي حکومت کې شامل چپي سوسیال دیموکراتان به 23 فیصده رایې وګټي چې دا د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو کم رقم دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر او د دیموکرات ګوند مشر فرانک والټر شټنمایر د انتخاباتو بایلنه یوه ترخه ماتې وګڼله ځکه چې د هغه ګوند پدغو انتخاباتو کې مخالف ګوند وو.