Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
ملگری ملتونه  به د ایران د اتومی بټی تفتیش  کوی 

04/10/2009

  

د ملگرو ملتونو د اټومی انرژی اداره وایی چی د ایران نوی برالا شوی اټومی بټی به د اکتوبر په پنځه ویشته نیټه تفتیش کړی .

محمد البرادی دغه اعلان نن وروسته له هغه وکړ چی په تهران کی یی د ایرانی مشرانو سره وکتل.

د نړیوالی اټومی انرژی د اداری ریس د ایران نه وغوښتل چی په دی اړه د صداقت نه کار واخلی او په نړیواله ټولنه یی غږ وکړ چی همکاری وکړی.

هغه ایران ته له هغه وروسته سفر وکړ چی د نړی طاقت لرونکو ملکونو د ایران نه وغوښتل چی د قم په ښار کی  د یورانیمو د غنی کولو  نوی برالا شوی اټومی بټی د متفتشینو  لپاره خلاصه کړی.

ایران د پنجشنبی په ورځ په ژنیف کی د شپږو طاقت لرونکو ملکونو د ډیپلوماتانو سره د ملاقات وروسته موافقه وکړه چی مفتشینو ته به اجازه وکړی چی دا بټی وگوری .خو ایرانی چارواکی وایی چی د البرادی سفر د ژنیف د خبرو سره تړاو نلری.

په ننی غونډه کی په دی پلان هم خبری وشوی چی د امریکا،روسیی ،فرانسی او ایران استاځی به د اکتوبر په نولسمه نیټه به په دی باندی وغږیږی چی ایران یورانیم بهر ته د غنی کولو لپاره ولیږی.دغه غنی شوی یورانیم به بیا په ایران کی د یوی طبی تحقیقاتی بټی د سون لپاره ولگول شی.

ایران ویلی چی اټومی پروگرام یی سوله اییز هدف لری خو لویدیځ ملکونه وایی چی ایران غواړی اټومی وسلی جوړی کړی.

 

 

 


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی

  نور رپو ټونه
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو