 |
| اوباما په خپل دې شعار سره چی« واشنگټن ته امیدونه او بدلونونه راولي» د جمهوري ریاست په مبارزه کی د خپلو ملیونونو تنو طرفدارانو زړونه راجلب کړل. |
د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د خپل ژوند په تاریخی سفر کی یو بل فوق العاده گام وړاندی سوی او هغه داچی د ٢٠٠٩ کال د نوبل د سولي جایزه یې گټلې ده.
اوباما دا جایزه فقط ١١ میاشتي وروسته له هغه گټي چی د یوه افریقایی امریکایی په توگه د امریکا لومړنی جمهوررئیس انتخاب سو. هغه مخکی له دې د امریکا د مشرانو په جرگه کی د الونای د ایالت سناتور و.
هغه په خپل دې شعار سره چی« واشنگټن ته امیدونه او بدلونونه راولي» د جمهوري ریاست په مبارزه کی د خپلو ملیونونو تنو طرفدارانو زړونه راجلب کړل.
اوباما په ١٩٦١ کال کی په هاوایی کی وزیږید. پلار یې د کینیا تور پوستی او مور یې د کینساس د ایالت امریکایی سپین پوستې وه. هغه د خپل ژوند لومړني کلونه په اندونیزیا کی تیر کړل او کله چی امریکا ته راغی نو د شیکاگو په ښار کی په ټولنیزو چارو بوخت سو او په دې چارو کی د منتظم په توگه یې په کار شروع وکړه. او وروسته د الونای د ایالت نه د سناتور په حیث انتخاب سو.
د یوه لومړني افریقایی امریکایی په توگه ښاغلی اوباما ( د هارورډ د لا ریوف) په نامه د یوې جریدې رئیس هم و.
ښاغلی اوباما یوویشتم امریکایی دی چی د نوبل د سولي دغه ستره جایزه گټي. او دامریکا د متحده ایالاتو په جمهوررئیسانو کی څلورم جمهوررئیس دی چی دغه جایزه به ورکول کیږی.