Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
د ناټو سرمنشي د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

09/10/2009

German soldiers walk at the site of a blast on the outskirts of the northern city of Kunduz, 05 Sep 2009

اوس مهال په افغانستان کې د جنرال مکریستل تر قومانده لاندې ۱۰۰ زره نړیوالې قواوې موجودی دي.

د ناټو د تړون عمومي منشي اندرس فا راسموسن د اروپايي ملکونو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په جګړه کی دي زیاته مرسته وکړي.

ښاغلي راسموسن په داسي حال کې د چارشنبې په ورځ دغه غوښتنه وکړه چې د جمهور رئیس اوباما حکومت په افغانستان کی د امریکايي او ناټو د قواوو د عمومي قواماندان جنرال مکرستل پر غوښتنه چې وايي افغانستان ته دي نور عسکر ولیږل شي، غور کوي.

اوس مهال په افغانستان کې د جنرال مکریستل تر قومانده لاندې ۱۰۰ زره نړیوالې قواوې موجودی دي. په داسي حال کې چې په افغانستان کی تشدد او تاوتریخوالی زیاتیږي، داسي تمه کیږي چی جنرال مکریستل به د۴۰ زرو نورو آمریکايي عسکرو غوښتنه وکړي. د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا، ۲۰۰۹ ام کال په افغانستان کې د بهرني قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ کال و.

 

په داسي حال کې چې آمریکا په افغانستان کې پر خپلې تګلارې باندې غور کوي، د ناټو عمومي منشي د ناټو پر غړیو هیوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان په ماموریت کې دي لازیاته ونډه واخلي.

ښاغلي راسموسن داسي وویل: "د افغانستان په ماموریت کې د آمریکا د هڅو او د ناټو د نوړو غړو د هلو ځلو ترمینځ باید توازن موجود وي".

د ناټو عمومي منشي راسموسن خبرداری ورکړ چې که چیري د ناټو غړي هیوادونه افغانستان ته نور عسکر او منابعې وروانستوي نو دغه کار به د شمالي اتلانتیک د تړون یعنی د ناټو غړیو ملکونو ترمینځ اړیکو ته صدمه ورسوي.

د ناټو منشي ښاغلي راسموسن داسي وویل: "آمریکا باید په دې پوه سي چې په ډیرو سختو شیبو کې به د ناټو تړون یوموټی سي او یوځای به خپل ماموریت پای ته ورسوي".

د اروپايي اتحاد زیات شمیر غړي هیوادونه په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د ادامې سره موافق نه دي. 

د ناټو عمومي منشي ښاغلیْ راسموسن دې ته متعهد دی چې د افغانستان ماموریت باید کامیابه سي. دغه راز هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهېزولو باندې هم ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې دا ډیره مایوسونکی خبره ده چې اروپايي اتحاد لاتر اوسه په افغانستان کې د پولیسو د روزنې ټول ماموریت نه دی تکمیل کړی او منابعې یې نه دي ورته برابرې کړي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو