Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
د انتخاباتو د شکاېاتوکومېسېون د راېو د شمېرنی طرېقه بدله کړېده

12/10/2009

  

د انتخاباتو دڅارنی هغه ډله چې ددی مسولېت لری چې تقلبی راېې لېری کړی، د خپلې شمېرنی مېتود ېې بدل کړېدی. دادوېم ځل دی چې دافغانستان د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې دوی دخپلی شمېرنی طرېقه په ېوه اونی کې بدلوی.

د انتخاباتو د شکاېاتو دکومېسېون چارواکی واېې چې دوی داحصاېې اخېستنی طرېقه چې دا څرگندوی چې څومره مشکوکی راېې  غورځول شوېدی، بدل کړېدی. تحلېل کوونکی واېې چې دانوی طرېقه ددې امکانات زېاتوی چې جمهوررئېس کرزی دا انتخابات وگټی.

دانتخاباتو د شکاېاتو دکومېسېون غړی واېې چې دا طرېقه ډېره ښه ده اود کومېسېنو دغړېو ترمنځ مغشوشتېا له منځه وړی. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن ویلي دي که چیرته برحاله جمهور رییس حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان جمهور رییس وټاکل شي نو امریکا به پدې کار وکړي چې د هغه سره خپلې اړیکې نوې کړي.

دوشنبې په ورځ میرمن کلنټن بی بي سي سره په مرکه کې وویل چې جمهور رییس حامد کرزي په ډیرو برخو کې مرسته او همکاري کړیده خو هغې په واضح ډول وویل چې امریکا د هغه نه د لا زیاتې همکارۍ او مرستې تمه لري.

میرمن کلنټن وویل چې د اګست د میاشتې تر انتخاباتو وروسته ،  د افغانستان وضع ډیره پیچلې ده. پدغو انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ شوېدي چې اکثره یې د برحاله جمهور رییس حامد کرزی ملاتړو  ته منسوب شوی دي.

په افغانستان کې د ملګرملتونو خاص استازي کاي آیډي د یکشنې په ورځ په لومړي ځل دا ومنله چې د اګست د میاشتې په جنجالي انتخاباتو کې په زیاته پیمانه درغلۍ شویدي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون اوس د مشکوکو رایو څیړنه کوي او په راتلونکې اوونۍ کې به خپل رپوټ وړاندې کړي.

د شکایتونو د کمیسون یوه غړي مصطفی بارکزي د دوشنبې په ورځ د دندې نه استعفی ورکړه، هغه وایي دا کار یې ځکه وکړ چې د دغه  کمیسون په چارو کې د بهرنیو نفوذ زښت ډېر دی.

د اروپایي ټولنې ناظرین وایي چې د ټولو رایو څخه په 30 فیصدو رایو کې درغلي شویده.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د ٥ افغان وزیرانو په باب د اداري فساد تحقیقات

  نور رپو ټونه
د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي
جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
څلور امریکایی عسکر وژل شویدي
د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل