Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
استرالیا کی افغان پناه غوښتونکي

13/10/2009

Heavy early morning fog hangs over Sydney Harbor Bridge, 04 Jun 2009

د اپریل په میاشت کی یوه وړه بیړی چی ۴٧ تنه افغانان پکی سپاره وو او د سیاسی پناهندگی لپاره استرالیا ته تلل، وروسته له هغه نه پکی چاودنه وشوه چی د استرالیا سمندری قواو ونیوله او خپل ساحل ته یی بدرگه کوله؛ په دغه چاودنه کی تقریبا پځنه تنه ځای په ځا ی مړه شول او پاتی نور کسان یی تقریباهریو زخمی کړل.

استرالیا هغو افغانانو ته سیاسی پناه ورکړیده چی د تیمور په لوی سیند کی  له چاودنی نه روغ پاتی شویدی.

یو شمیر افغانان چی د سیاسی پناهندگی لپاره یی خوارۍ کولی او دتیمور په لوی سیندی  کی پری  چاودنه شوی وه پنځه تنه پکی وژل شوی وو. داسترالیا حکومت وایی چی ژوندیو پاتی شویو کسانو ته به سیاسی پناهندگی ورکړل شی اوهغه چا چی چاودنه کی کړی وی هغوی به له استرالیانه وایستل شی.

د اپریل په میاشت کی یوه وړه بیړی چی ۴٧ تنه افغانان پکی سپاره وو او د سیاسی پناهندگی لپاره استرالیا ته تلل، وروسته له هغه نه پکی  چاودنه  وشوه چی د استرالیا سمندری قواو ونیوله او خپل ساحل ته یی بدرگه کوله؛ په دغه چاودنه کی  تقریبا پځنه تنه  ځای په ځا ی مړه شول او پاتی نور کسان یی تقریباهریو زخمی کړل. داسترالیا دسمندری قواو څارونکیو دا بیړی داسترالیا له ساحل نه  تقریبا شپږ سوه کیلومتره لیری  په شمال ختیځه برخه کی پیدا کړی وه.

ددی میاشتی په سر کی پولیسو وویل چی مساپرانو قصدا په بیړی کی هغه وخت  اور بل کړی و چی داسترالیا سمندری قواو دهغی مخه  ونیوله.

که څه هم د تخریب شک موجود و خو معتبرو مشرانو وویل چی په کافی اندازه شواهد نشته چی  دا څرگنده کړی چی دا جرم چا کړیدی. داندونیزیا دوه کسان چی دا بیړئ یی چلوله د انسانانو د قاچاق په تور نیول شویدی. 

دمهاجرت چارواکیو ددغی پیښی د ژوندیوکسانو په درخواستونو باندی غور کړیدی او هغوی یی دمهاجرانو په توگه قبول کړیدی. داسترالیا دمهاجرت وزیر  کریس ایوانز  وایی پولیس په دی اعتراض نلری چی دغه خلک ددایمو استوگنو په توگه منظؤر او قبول شی.

کریس ایوانز د استرالیا دمهاجرت وزیر وایی : ( دامناسبه نه چی دا کسان په توقیف کی وساتل شی. دهغوی دیوه خلاف هم کوم تورندی لگول شوی اوښایی په اینده کی هم کوم تور پری ونه لگول شی. د شمالی  علاقو پولیسو هم دانه ویل چی گنی په کوم یوه باندی به تور ولگول شی. دا امکان به هغو وخت موجو د شی چی داسی شواهد پیدا شی چی تراوسه پوری پیدا شوی ندی. نوپه دی توگه ترکومه چی دا مسله د شمالی علاقوپه  پولیسو پوری اړه لری د تعلیقی اواحتمالی جرم لگولو امکان نشته . نو په دی توگه هغوی  دمهاجرو په توگه قبول شول. 

Afghan refugees from left Khadadad Dosti, Ali Khosh Razaee, Zaman Haidari, obscured, and Hassan Varasi, right, gather at a house in an Adelaide, Australia (File)

استرالیا وايي، دغو افغانانو ته چې د قاچاقچیانو په بیړۍ کې له چاودنې نه ژوندي پاتې دي، سیاسی پناه ورکوي.

دمهاجرینو داداری ملاتړ کوونکی وایی که چیری داکسان بیرته دیته اړکړی شوی وای نودهغوی له بشری حقوقو نه به تیری شوی وای. خو سره له د ی هم که چیری دتحقیقاتوپه پای کی لکه څنگه چی داسترالیا چارواکیو ویلی دی د چاودنی په کولو باندی محکوم شول نو هغوی به بیرته افغانستان ته ولیږل شی.

رپوټ وایی چی شل تنه د مهاجرت په توقیف خانه کی په بریسبان کی اچول شویدی. نور بیا د استرالیا د پرټ Perth په ښارکی توقیف  شویدی. توقع ده چی ددی اونی په اخر کی له توقیف نه ازاد شی او داستوگنی ویزی به ورکړل شی او بیا به د مرکزی حکومت په مرسته چیرته میشت کړی شی.

محآفظه کار سیاستمداران د استرالیا صدر اعظم کیوین روډ په دی تورنوی چی هغه له غیر قانونی مهاجرینو سره نرمه رویه کوی ځکه چی هغه د مهاجرت غوښتونکیو لپاره که په غیر قانونی ډول استرالیا ته داخل شی  جبری زندانی کول له منځه ویوړل. صدر اعظم کیوین روډ هغه قوانین هم بدل کړی چی اصلی مهاجرانو ته ددایمی استوگنی ویزه ورکړل شی نه دا چی د موقتی استوگنی ویزه ورکړل شی.

سږ کال د استرالیا په اوبو کی د څو تنو بیړی چی دخلکو قاچاق کوی نیول شویدی. چارواکی اټکل کوی چی په  پاکستان ، سریلانکا  او افغانستان کی ناکراری ددی سبب کیدلی شی چی په زرگونو کسان غربی هیوداونو ته رامهاجر شی چی په دی کی به استرالیا هم شامل وی.

داسترالیا په کانبریرا کی  ١٣ مهاجران د بشری خواخوږی له امله هرکال قبلیږی.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
د افغانستان لپاره د امریکا نوې پالیسي اعلانیږي

  نور رپو ټونه
جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژل شوي
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
څلور امریکایی عسکر وژل شویدي
د زرداري نوم هم په فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل