Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
واشنگټن پوسټ د افغانستان انتخابات څیړلي

17/10/2009

Afghan policeman (r) keeps watch as election workers shift ballot boxes at polling station in Kabul, 21 Aug 2009

د شکایتونو د اوریدو کمیسون د څه د پاسه ٣٣٠٠ د رایو مرکزونو رایې وڅیړلې او مشکوکې رایې یې ترینه ایستلي دي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن لیکلي دي چې د تیرې جمعې په ورځ د برحاله جمهور رییس حامد کرزي د دفتر چارواکو د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون لخو د مشکوکو رایو رپوټ سره مخالفت وښود. دا کار یوه ورځ وروسته تر هغه کیږي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د انتخاباتو کمیسون دا اعلان وکړ چې دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا شته ده.

 

ورځپاڼې د جمهور رییس کرزي د یوه ویاند وحید عمر له خولې لیکلي دي چې د شکایتونو د اوریدو په کمیسون کې سیاسي لاس وهنه شویده ، هغه همدارنګه ویلي دي چې د دې امکان شته چې حامد کرزی د دغه کمیسون د پریکړو سره موافق نه وي.

وحید عمر ویلي دي چې که چیرته دا کمیسون د دوهم ځلي انتخاباتو پریکړه وکړه نو دا به یوه سیاسي پریکړه وي او په همدې خاطر به جمهور رییس حامد کرزی هم سیاسي پریکړه وکړي.

د شکایتونو د اوریدو کمیسون د څه د پاسه ٣٣٠٠ د رایو مرکزونو رایې وڅیړلې او مشکوکې رایې یې ترینه ایستلي دي او تمه کیږي چې نن به خپل رپوټ د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته وړاندې کړي تر څو دغه کمیسون هم د هغوي پریکړه تایید کړي.

که چیرته پدې پریکړه وشي چې دوهم ځلي انتخابات دې وشي نو تمه کیږي چې دا به د رایو د وروستیو نتیجو نه پوره دوه اوونۍ وروسته ترسره شي. خو ورځپاڼې بیا د یو شمیر چارواکو له خولې لیکلي دي چې د یو شمیر لوژستیکي او امنیتي ستونزو له امله به دا امکان ونلري چې دومره زر دې ترسره شي. او که انتخابات تر ژمي پورې وځنډول شي نو د ژمي د سړې هوا له وجې به ډیر کم خلک د رایو مرکزونو ته راواوځي.

ورځپاڼه وایي چې د تیرې جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هلري رودام کلنټن سي.این.این سره په یوه مرکه کې ویلي دي که چیرته د شکایتونو د اوریدو کمیسون دا پریکړه وکړي چې دوهم ځلي انتخابات دي وشي نو باید وشي.

میرمن کلنټن ویلي دي چې داسې احتمال شته چې حامد کرزي تقریباً ٥٠ جمع یو رایې ترلاسه کړې وې او که دوهم ځلي انتخابات هم وشي نو د دې امکان ډیر ده چې هغه به بیا هم ګټونکی وي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو