Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
ایران:که خبری ناکامی شوی نو یورنیم غنی کول به  ادامه لری

19/10/2009

    

د ایران یوه چارواکي ویلي دي که چیرته د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره یې د هستوي پروګرام پر سر خبرې اترې ناکامې  شي نو ایران به پخپله خاوره کې دننه د یوارنیمو غني کولو ته ادامه ورکړي.

 د ایران د اتومي پروګرام ویاند علي شیرزادیان دا خبرې د دوشنبې په ورځ د ایران دولتي تلویزوني  ته پخپله وینا کې وکړې. هغه دا خبرې یوازې څو ساعته وړاندې تر هغې وکړې چې په ویانا کې ایران د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام په سر  خبرو  ته کښیني.

په ویانا کې د ایران، فرانسې ، امریکا او د اتومې انرژۍ د نړیوالې ادارې استازي پدې اړه بحث کوي تر څو ایران ته دا وړاندیز وکړي چې هغه به یورانیم فرانسې او روسیې د غني کولو او د  اتومي بټیو لپاره د سون موادو د ترلاسه کولو لپاره استوي. 

د غربي هیوادونو یو شمیر دیپلوماتان داسې فکر کوي چې دا به د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ اعتبار لا زیات کړي. ځکه چې که چیرته یوارنیم د ایران نه بهر په کوم بل هیواد کې غني شي نو دا به په هغه کچه نه غني کیږي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
پاکستانی پوځ  جنوبی وزیرستان کی ١٨ یاغیان وژلی دی
د هند صدراعظم امریکا ته راغلئ دی
ایرانئ پوځ پراخه تمرینات کوی
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو