Pashto ▪ د امریکا غږد بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

VOANews.com

 
خبرونه په ۴۵ ژبو
ایران وایی :پاکستان ،برتانیه او امریکا یاغیانو سره مرستی کوی

19/10/2009

  

د ایران حکومت په پاکستان، برتانې او امریکا دا تور لګولی چې د یاغیانو سره مرستې کوي. ایراني چارواکي وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د انقلاب ساتونکو (پاسداران انقلاب) د شپږو تنو قوماندانانو په شمول 36 تنه نور ووژل.

د ایران د انقلاب ساتونکو قواوو مشر تورن جنرال محمد علي جعفري د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان او امریکا استخباراتي ادارو یاغیانو ته په پاکستان کې  روزنه ورکړیده. د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد هم ویلي و چې د دغه برید پلان په پاکستان کې جوړ شوی و.

یوه ځانمرګي برید کوونکي د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د سیستان په ایالت کې د انقلاب د ساتونکو قواوو په یوې غونډې کې خپل ځان په بم  والوزاوه. پدغه غونډه کې د شېعه او سني قومونو مشران هم د پیشین په ښار کې راټول شوي و . دا سیمه د پاکستان او ایران پولې ته نږې پرته سیمه ده.

دغه سیمه د سني یاغیانو مرکز دی او د څه مودې راهیسې د ایران د امنیتي قواوو ، سني یاغیانو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو تر منځ وخت نا وخت جګړې پکې رامنځته کیږي.


E-mail This Article دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
Print This Article د متن چاپ
  مهم خبر
څلور امریکایی عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شویدی

  نور رپو ټونه
د پاکستان د جمهورریس نوم هم په اداری فساد تورنو کسانو کی شامل دی
قندهار کی د بم چاودنی ٥ سرحدی پولیس وژلی دی
گارډین: که ناټو ووځي کرزی سقوط کوي
"پاکستان د افغانستان په اړه اندیښنه لري"
کابل کی یوه لوکس هوټل ته نژدې راکټ ولگید
گیټس: افغانستان کې د مرستو لگول باید وڅارل شي
فراه کې ځانمرگي ١٦ تنه ووژل
کاناډا په افغانستان کې د بندیانو د شکنجې مسئله نه څیړي
گیټس له افغانستان نه د وتلو د مهال ویش مخالفت وکړ
بې پیلوټه الوتکو صوبه سرحد کې ٨ تنه ووژل
د لویدیځ مشرانو په احتیاط کرزی وستایه
حامد کرزي د دوهمې دورې لپاره لوړه وکړه
پیښور کې ځانمرگي ١٩ تنه ووژل
افغانستان کې اداري فساد او د امریکا اندیښنې
هیلري کلینټن کابل ته ورسیده
د کوټې په بم چونه کې یو تن ووژل شو