ایډز، شدیده سالنډی، نرئ رنځ ،ایبولا فقط هغه مرضونه دی چی د انسانانو روغتیا ته خطرونه پیښوی . او په ننئ دنیا کی چی خلک په چټکئ سفرونه کولی شی نو دغه مرض تر بل هر وخت نه نن سبا چټک سرایت کوی. په دی وروستیو وختونو کی د مرغانو مرض د انسان دپاره لویی خطر راپیدا کړیدی. د امریکا غږ په دی خاصو خپرونو کی زمونږ خبریالان د مرغانو د مرض چی انسانانو ته لویی خطر دئ ، مطالعه کوی. او راپورونه پری خپروی. ځکه چی کیدای شی په نړئ کی خور شی.