سفیر توماس پیکرینگ د امریکا د لوړپوړي دیپلومات په توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لانجمنو سیمو کې څه ناڅه پنځوس کاله خدمت کړی .
هغه اوس په شخصي کار و بار بوخت دی او د افغانستان او سیمې په اړه لا هم مطرح دی.
د اشنا تلویزون سره د خپلې ځانګړې مرکې په دوهمه برخه کې ښاغلي پیکرینګ د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ د سپتمبر د یولسمې د پیښو په پرله پسې اغیزو خبرې کړي.


