امریکا په سوریې کې خپل سفارت تړلی دی اوخپل پاتي دیپلوماتان یې د امنیتي وضې د خرابیدو لا امله ایستلي دی .د امریکا د باندنیو چارو وزارت نن وویل چې د سفارت کارونه ځنډیدلي دي او سفیر رابرت فورډ اونور دیپلوماتان د سوریی نه وتلي دي.

امریکا تیره میاشت خبرداری ورکړ چې که د سوریې حکومت د امنیتي اندیښنو غم ونه خوري ، نو په دمشق کې به خپل سفارت بند کړي

دغه اقدام جمهورریس بشارالاسد حکومت ځکه نورهم منزوی کوي چې په حکومت ضد مظاهره چیانو باندې د حملو نه لاس نه اخلی او د سوریی په نورو ښارونو کې خونړۍ حملې کوي.

د سوریی د بشري حقوقومبارزین وایی لږ ترلږه ٢۴ کسه د حمس په ښار کې د سوریې د حکومتی قواوو په تازه حملو کې وژل شویدی اوډیر نور زخمي شویدي.

ستلایت تلویزیونی ستشنونو چې په عربي ژبې خپرونې کوي، نن د حمس د ښار تصویرونه وښودل چې په دغه تشدد کې د ورانو شوو ودانیو دودونه اسمان ته خیږي .

څرنگه چې سوریی مستقل خبریالان ملک ته نه پریږدی، نود تلفاتودغه ارقام نه شي تایدیدلی.

ددې ناکراریو نه څو روځې مخکي د بشری حقوقو مبارزینو په حمس کې د عام قتل رپوټ ورکړ . دوي وایی لږترلږه ٢٠٠کسه د جمعې په شپه اود شنبې په ورځ د حکومت په بمباریوو کی ووژل شول او داسی ښکاري چې په دغه یوولس میاشتني بغاوت کی دغسی خونړی واقعه نه ده شوی.

حمس د جمهورریس بشارالاسد د حکومت په ضد د مخالفینو د مقاومت مرکزي ځای دی .

په عین حال کې ، چین د ملگروملتونود امنیت د شورا د پریکړی چې د بشارلاسد نه د قدرت انتقال تصدیقاوه ، د خپلې ویتو دفاع کړیده. د چین د بهرنیو چارو د وزارت نطاق همدغه راز دغه اعتراضونه چه چین ولي په دغه بحران کی د اسد د رژیم طرفدار دی ، رد کړل. چین او روسیی د غرب او د عرب لیگ په ملاتړبرابره شوې پریکړه لیک د شنبې په ورځ ویتو کړ او غربی حکومتونو یې نن غندنه وکړه.