د جنوبي افریقا پولیس وايي، په تیرو دوو هفتو کې په هغه هیواد کې د بهرنیو اتباعو پر ضد د تشدد په پیښو کې د مړو شمیر اوس لږ تر لږه پنځوسو ته رسیدلی دی.
مقامات وايي، نن د شنبې په ورځ وضعه آرامه وه خو د شنبې په ورځ د خال خال د تشدد د پیښو خبرونه رارسیدلي و.
په جهانسبرگ کې عسکرو پر هغه سړي ډزې وکړې او ویې واژه چې پر یوې ښځې یې حمله کړې وه.
د پنجشنبې په ورځ په جهانسبرگ کې عسکرو ته دنده ورکړل شوه چې له پولیسو سره مرسته وکړي او د مهاجرو پر کورونو او دوکانونو باندې د قهرېدلو خلکو د حملو مخه ونیسي.
ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس تبو مباکي په ملک کې د روان تشدد په هکله نن ناوخته ملت ته وینا وکړي. د جنوبي افریقا نور رهبران هم سیمې ته ورغلي او له ځايي اوسیدونکو څخه یې غوښتي چې له حملو کولو څخه لاس واخلي.
له هغه راهیسې چې د مئ په ١١مه د جهانسبرگ د الکسانډره په ښارگوټي کې د تشدد پیښې پیل شوي، نږدې ٢٥ زره خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.


