د لویدیځو ملکونو چارواکیو په روسیه او چین له دی کبله انتقاد کړی چی د ملگرو متونو د امنیت په شورا کی یی د زیمبابوی پر خلاف د بنتدیزونو د وضع کولو له کبله مخالفی رایی ورکړی دی.
په ملگرو ملتونمو کی د امریکا سفیر زلمی خلیل زاد وایی چی د دغو مخالفو رایو په ورکولو سره چین او روسیه د جمهور ریس رابر ت موگابی سره د دزیمبابوی د خلکو پرخلاف ودریدل.
د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر(دوید میلی بند ) وایی چی دوی ته نه ښاییده چی دا ډول رایه ورکړی.
د امریکا په نوښت په دغه مصوده کی راغلی چی د تیری میاشتی د جمهوری ریاست په سر د تشدد کولو له امله په ښاغلی موگابی او دیارلس کسو نورو باندی مالی بندیزونه او د هغوی په سفر کولو باندی د یندیزونو غوښتنه شوی ده.
چین ،روسیی ،جنوبی افریقا،لیبیا او ویتنام د جمعی په ورځ د دی مصودی پرخلاف رایی ورکړی.
د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځلسو غړو نه نهو غړو د دی مصودی په طرفداری رایی ورکړی چی په هغو کی د امنیت شورا پنځه دایمی غړی ملکونه هم شامل ؤ.
اندونیزیا په دی غونډه کی حاضره نه وه.


