په افغانستان کی د ناتو قواووی وایی چی د پنجشنبی د ورځی د راکټونو په حملی کی  چی د افغانستان او پاکستان په سرحد کی لږ تر لږه اوه پاکستان عسکر او دوه ملکی کسان  پکی زخمی شوی، مسؤلیت یی د طالبانو په غاړه دی.

د ناتو په یوه خبر لیک کی چی نن خپور شو راغلی چی یاغیانو دغه حمله لدی کبله کړی چی د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدی لانجه راپورته کړی.

د ‏هاوانونو په دی حمله کی  چی د پنجشنبی په ورځ په یوه سرحدی ملیشیایی پوسته او د جنوبی وزیرستان د آنگورو اډی په یوه بازار کی ولگیدی لږ ترلږه نه کسه پاکستانیان پکی زخمی شول.

ویل کیږی چی د ها وان دغه گولی  د سرحد نه اخوا د افغانستان نه فیر کیدلی.

پاکستانی پوځ هم په ځواب کی ډزی وکړی.

د ناتو په ننی اعلامیه کی راغلی چی د هغوی قواوو د یاغیانو حملی ته ځواب ورکړی دی، چی لومړی دوی کشف کړه چی  دا حمله د افغانستان د  خاوری په دننه کی وشوه او بیا دوی متقابلآ ډزی وکړی او  هدف یی په بم  وویشت چی ناتو وایی دا بم د پاکستان په قلمرو کی نه دی شوی.