د نړېوالې جناېې محکمى څارنوال د عام قتل، د بشرېت خلاف د جرم دارتکاب او جنگى جراېمو تورونه د سوډان د جمهوررئېس عمر البشېر او نورو سوډانى چارواکېو خلاف لگولى دى.
د نړېوالې جناېې محکمې څارنوال لووېس مارېنو اوکامپو نن پر ښاغلى عمر البشېرباندى د اتور لگولى دى چې د خون کولو، زنابالجبر او جنگى جراېمو دکولو سرغنه دى. هغه دا جراېم د سوډان په ډارفر کې د فور، مسالېټ او زگاوان د قبېلو خلاف کړېدى.
څارنوال مارېنو اوکامپو نن ددوشنبى په ورځ ددرې قاضېانو له هېئت نه وغوښتل چې د ښاغلى بشېر د نېولو امر صادرکړى. چې دهغو دخلکو د قتلولو مخه ونېول شى ې تراوسه پورې هم په ډار فر کې د جنجوېد ملېشى له خوانه پرې حمله کېږى . رپوټ وايى چې حکومت ددغو ملېشو ملاتړ کوى.
د سوډان حکومت د نړېوالى جناېې محکمى صلاحېت نه منى. خو د
سوډان د خارجه وزارت نطاق على الصادق د روېټر خبرى اژانس ته ووېل چې سوډان به د
ډارفرد سولى دکولو بهېر ته ادامه ورکړى او په خپل هېواد کې به د ملگرو ملتونو د
ټولو مامورانو ساتنه وکړى.
د عربو د اتحادېې چارواکي وايي چې دعربو خارجه وزېران به
د شنبى په ورځ ېوعاجل مجلس وکړى چې پرهغو تورونو باندى غور وکړى چې د جمهوررئېس
عمر البشېر خلاف لگول شوېدى.
عمر البشېر اولنى برحاله جمهوررئېس دى چې نړېواله محکمه پرې رسما تور لگوى. ترده مخکى د د لاېبېرېا پر چارلز ټېلر او دېوگوسلاوېا په سلوبودان مېلاسووېچ باندى هم د نړېوالى محکمى له خوانه تورونه لگېدلى ول.
هغه جراېم چې په د سوډان د ډارفر په سېمه کې سرته رسېږى له ٢٠٠٣ مېلادى کال راهېسى پکى په سلهاو زره خلک وژل شوېدى.
د سوډان په پاېتخت خرطوم کې، جمهوررئېس عمر البشېر او نورو چارواکېو د توقېفولو خلاف چې نړېوالى محکمى کوم امر کړېدى دهغه پر ضد په زرهاو کسانو د امرېکا ضد شعارونه ورکول او مظاهرې ېې کولې.
د ملگرو ملتونو عمومى منشى بان کېمون دېکشنبى په ورځ ووېل چې دې د سوډان د حکومت دداېمى استاځى په دې اعلان ندېښمن دى چې د نړېوالى محکمى د څارنوال کارونه د په سوډان کې د ملگرو ملتونو د سولې د ساتنى له دوه عملېاتو سره تړلى بولى.
ملگرو ملتونو په سوډان کې د خپلو مامورانو امنېت ټېنگ کړېدى. دا وېره شته چې پر جمهوررئېس عمر بشېر باندى د رسمى تور لگولو له امله له مرگ ژوبلى نه ډکى پېښى منځته راشى.


