د الجزایر ملی رادیو وایی د هغه هیواد په ختیځ کی د حملو په نتیجه کی اته تنه  وژل شوی دی. 

رپوټونه وایی دا چاودنه پرون شپه ناوختي پداسی حال کی وشوه چی د زیموري په نوم د ښار د پولیسو ستیشن مخی ته هغه موټر وچاودید چی بم پکې ځای په ځای شوی و. 

ددې حملې پړه چې نولس تنه پکې ټپي هم شول چا په غاړه ندی اخیستی.