د پاکستان د جمهوریس پروېز مشرف  یو نطاق وایی  جمهوریس به استعفی ونه کړي  په داسی حال کی چی    حاکم ایتلاف  د هغه د پرزولو دپاره خپلو بحثونو ته دوام ورکوی.

 د جمهوریس نطاق راشد قریشی  یو ځل بیا هغه اوزې رد کړې چی وایی  جمهوریس  به  په پارلمان کی د مواخذه کېدلو په ځای  استعفی ته غاړه کېږدی.

حاکم ایتلاف  نن وویل  چی  د هغو تورونو  یو لیست جوړوی چی  په پارلمان کی د جمهوریس  دمواخذه کولو په وخت کی  کار ورنه واخیستل شی.

دغه راز  د پاکستان د پیپلز پارټی  یوه نطاقی نن وویل  چی  د څلورو ایالتونو  اسامبلی  په هغو اقداماتو باند یکار کوی چی  په پارلمان کی  د جمهوریس ته د نه باور د رایی ورکولو ږغ کوی.