پاکستاني چارواکي وایی چی دوو ځان مرگو نن د پنجشنبې په ورځ د وسلو جوړولو د یوې لوی فابریکې مخي ته ددوو بمونو په چاودنو کی لږ تر لږه ٦٣ تنه وژلي دي.
پولیس وایی چی دغو دواړو د « واه » په ښارگوټي کی چی د اسلام اباد لویدیځ ته تقریبا ٣٥ کیلومتره لیری واقع دی په یوه وخت ځانونه په بمونو والوځول.
دا چاودني په داسي وخت کی وشوې چی د فابریکې کارگران د کار د ختمیدو نه وروسته خپلو کورونو ته روان وو . په دې چاودنو کی۷۰ کسان زخمي شوي هم دي .
عسکرو دا سیمه محاصره کړې ده .
په پاکستان کی امنیتی قواوي د افغانستان سره په سرحدي سیمو کی د اسلامي یاغیانو سره په جگړو اخته دي.
پاکستاني طالبانو ویلي چې دا حمله دوی کړې ده. د هغوی یوه نطاق، مولوي عمر خبریالانو ته وویل چې دا حمله په باجوړ کې د پاکستان د اردو د هوايي حملو انتقام اخیستل وو. عمر وویل چې دا حملې به تر هغو دوام ولري چې د اردو عملیات بند شوي نه وي.


