یوې نسبتاً کمزوري زلزلې د پاکستان شمال لویدیځې برخې لړزولي دي. تر اوسه ددغه زلزلې له آمله د اوښتو تلفاتو او زیانونو رپوټ ندی خپور شوی. 

دغه زلزله د ریختر په اندازه پنځه اعشاریه درې درجې وه چې نن د جمعې په ورځ یې د صوبه سرحد شمال لویدیځې برخې ولړزولې. د پیښور، چترال او همدارنگه د اسلام آباد اوسېدونکو ویلي چې دغه زلزله یې احساس کړې ده.  

د پاکستان د هوا پوهنې د ادارې چارواکو ویلي چې ددغه زلزلې مرکز له پیښور نه ٣٠٠ کیلو متره لرې د هندوکش په غرونو کې و.  

تر اوسه د جدي تلفاتو او زیانونو رپوټ ندی راغلی.