عېنی شاهدان واېې چې الشباب نن ددوشنبی په ورځ بېدووا ېو څو ساعته وروسته له هغه نه ونېو چې د اېتوپېا عسکری قواوې چې د صومالېې حکومت ېې تقوېه کاوه د صومالېې له دغه ښار نه ووتلی. 

 د ښار اوسېدونکی واېې چې د ښار له نېولو نه مخکی سختی جگړی روانی وی. خو دتلفاتو اندازه نده ښودل شوی.

د صومالېې د پارلېمان غړیو چې په ډېجېبوتی کې ېې غونډه کړیده  راېه ورکړه چې د پارلېمان د غړېو شمېر دی دوه چنده شی.

دا کار له هغه تړون سره سمون خوری چې حکومت د اکتوبر په مېاشت کې له معتدلو اسلامی ډلو سره کړی و.

نوی پارلېمان دغه اقدام نن منظور کړ. هغوی په ډېجېبوتی کې غونډه کړی وه. هلته هغوی د امنېتی دلاېلو لپاره غونډه کوی.

د صومالېې پارلېمان به د ٢٧٥ غړېونه تر ٥٥٠ غړېو پورې زېات شی. د مخالفو گوندونو اتحآ د چې د صومالېې د بېا ازادولو لپاره جوړ شودی هغوی به په پارلېمان کې دوه سوه نوی چوکی ولری. 

 خو د صومالېې سخت درېځی ډلی الشباب دغه تړون رد کړېدی.  د صومالېې  داتحآد مشر شېخ شرېف دهغو کاندېدانو په لېست کی شامل دی چې غواړی  د صومالېې راتلونکی جمهور رئېس شی.

توقع ده چی د پارلېمان غړی دنوی جمهوررئېس لپاره  هغه وخت راېه ورکړی چې د پارلېمان ټول غړی راټول شی.