د رارسېدلو راپورونو په اساس د سرېلانکا حکومت عسکرو بېا د تامل د ېاغاېنو په خلاف خپل عملېات شروع کړی دی. ېو موقتی اوربند چه دواړو خواو پری موافقه کړی وه نن ختم شو.

د ېاغاځانو ېوه طرفداره وېپ پاڼهواېې چه د جنگ په صحنه کی دواړو خواو ېو په بل باندی د درندو وسلو ډزی وکړی او په لسهاو زره ملکی خلک په ډزو کی راگېر شوی دی.

د دوشنبی په ورځ  سرېلانکا حکومت موافقه کړی وه چه د جنگ د صحنی نه د ملکی خلکو د وتلو په خاطر د تامل پړانگانو په خلاف خپل عملېات معطل کړی، خو  را رسېدلی راپورونه واېې چه د تېرو دوو ورځو په دوران کی ډېر کم خلک د جنگ د سېمی نه راوتلی دی. 

د سرېلانکا حکومت د پړانگانو دا وړاندېز رد کړی دی چه  د نړېوال نظارت او څارنی لاندی دې حکومت ورسره ېوه داېمی اوربند ته غاړه کېږدی.

حکومت دا الزام لگوی چه ېاغېان اصلا غواړی د موقع نه په استفاده وسلی را جمع کړی او بېا جنگ شروع کړی.

د سرېلانکا پوځ واېې چه ېاغېانو دماتېدلو په حال کی دی. په  دی جنگ کی دتېرو پنځو وېشتو کلونو په دوران کی اوېا زره خلک وژل شوی دی.