مکسیکو له دی امله په غوصه شوی چی په چین کی د مکسیکویانو سره د H1N1 سواین والگی له ویری خراب وضعیت کیږی، او خپلو خلکو ته یی ویلی چی آسیایی ملکونو ته سفر ونکړی.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیری ) پتریشیه اسپینوزا) پرون وویل چی د مکسیکویانو پرخلاف د چین رویه غیر عادلانه ده.
هغی وویل چی په چین کی هغه مکسیکویان چی د ناروغی علایم هم نلری قرنطین کیږی.
چینایی چارواکی وایی غواړی د هغی الوتکی دسلو نه زیاتی سپرلی قرنطین کړی چی په کی د یوه مکسیکوییمسافر د سواین د والگیلپارهمعاینات مثبت وښودل شول.
له بلې خوا، امریکایی چارواکی واییهغه امریکایی ماشوم چی توکیو ته په رسیدو سره د تبی له امله قرنطین شوی و، د معایناتو وروسته معلومه شوه چی هغه د سواین والگی نه درلود.
چارواکیو نن وویل چی دغه ماشوم موسیمی والگی درلود، نه هغه والگی چی اوس په چټکی سره په نړیواله کچه خپریږی.


