پاکستاني پولیسو ویلي دي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان د راولپنډۍ په  ښار کې د پاکستان د پوځ د عمومي قوماندانۍ سره نږدې والوزاوه، لږ تر لږه 34 تنه یې ووژل او د دیرشو څخه زیات یې ټپیان کړل.

 پولیسو نن د دوشنبې په ورځ وویل دا برید د شالیمار هوټل ته نږدې د یوه بانک نه بهر شویده چې د دغه هیواد د پایتخت اسلام آباد نه یوازې 5 کیلو متره لیرې پروت دی. تلویزوني چینلونه ښیي چې پولیس او امبولانسونه د پیښې سیمې ته ور روان دي.

له بلې خوا بیا د پاکستان حکومت د دغه هیواد د طالبانو د مشر حکیم الله مسود د نیولو پر سر  انعام ټاکلی دی. د پاکستان حکومت د هغه هیواد د ورځپاڼو له لارې اعلان کړیدی هر چا چې  حکیم الله مسود ونیوه او یا یې د هغه او د یو شمیر نورو طالبانو د نیولو په اړه معلومات ورکړل نو تر 5 میلیونو امریکایي ډالرو پورې انعام به ورته ورکړل شي.

د پاکستان د صوبه سرحد په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د جنګیالیو پر ضد ستر عملیات پیل کړیدي. او همدارنګه تیره میاشت بیا جنګیالیو د دغو عملیاتو په ځواب کې څو بریدونه وکړل چې په سلګونه تنه خلک یې ووژل.

د همدغی مرگ ژوبلی  په نتیجه کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د امنیتي ستونزو له امله یې د پاکستان د صوبه سرحد نه خپل نړیوال کار کوونکي ایستلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د یکشنبې په روځ اعلان وکړ د دې احتمال شته  چې د هیواد پوځ یې د روان میلادي کال د دسمبر د میاشتې پورې د هغو طالبانو جرړې ختمې کړي چې  د افغانستان پولې ته نږدې په غرونو کې پټ شویدي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د پاکستاني پو لخوا په جنوبي وزیرستان کې جګړه بریالۍ ده او ویلي یي دي چې طالبان د تیښتې په حالت کې دي